میدانښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): ځایي چارواکي وایي چې د کابل ـ باميان لويه لار د سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د هغوی په وینا، د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د سخت باران له امله سېلابونه راوتلي او له تېرو لسو ساعتونو راهیسې د کابل ـ باميان لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې او سلګونه مسافر د لارې په اوږدو کې بند پاتې دي.
که څه هم د لارې د خلاصون چارې روانې دي خو بند مسافر له مرکزي حکومته د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي او په خبره يې که ياده لاره ژر خلاصه نه شي، د شپې په اوږدو کې به له سخت ناورین سره مخ شي؛ ځکه دواړه غاړو ته ښځې، ماشومان او ناروغان بند پاتې دي.
د یادې لارې یوه مسافر روح الله پژواک ته وویل چې د ماسپښين له دوو بجو راهیسې د کابل – بامیان لارې په بېلابېلو برخو کې سېلابونه راوتلي او لاره یې بنده کړې ده.
هغه چې ورسره ښځې او ماشومان هم وو، وایي، که ژر تر ژره لاره خلاصه نه شي، نو د شپې له خوا به له سختو ستونزو سره مخ شي.
په ورته مهال د میدان وردګو ولایت مسوولين وايي چې د لارې خلاصولو لپاره لاس په کار شوي او که اړتيا شوه د چورلکو په وسيله به ايسارو خلکو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.
د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مولوي فیض الله جلالي د پېښې په ځای کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لارې د خلاصون هڅې یې روانې دي او په نږدې ساعتونو کې به دا لویه لار د مسافرو پر مخ پرانيستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP