کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په تېره يوه اونۍ کې ۵۹۹۰۱ ټنه توکي هېواد ته را وراد شوي او ۲۲۰۷ مټریک ټنه یې بیا له لارې نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره اونۍ (د چنګاښ له ۲۴ مې ۳۰ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۲۱۰۸) مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.
سرچینې لیکلي، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۹۹۵۰) ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۰۵۲) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۸۹۸) ټنه نفتي مواد هېواد ته را وارد شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دغه راز تېره اونۍ ټولټال (۲۲۰۷) ټنه توکي د اوسپنۍ پټلیو له لارې بهر ته صادر شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي څو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن