Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډېر ژر به له ترکمنستانه لسګونه زره ټنه ګاز وارد شي

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۱): د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو وړاندیز تایید شو.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره د زمري په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عالي مقام ارشد مشاوریت، د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت په ګډه ناسته کې له ترکمنستان څخه د مایع ګازو د وارداتو زياتولو په اړه له دغه هېواده د مایع ګاز د واردوونکو شرکتونو ژمنې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تائید شوې.

سرچینې زیاته کړې، له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه مايع ګاز د شوي تړون پر اساس به د مایع ګازو واردوونکي شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز - چې اوسمهال د افغانستان بندرونو ته رارسېدلى دى - له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې کچې ګاز په واردېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګازو بیې د پام وړ راټيټې شي.

سرچینه وایي، ډېر ژر به لسګونه زره ټنه نور مايع ګاز هم د هېواد بندرونو ته را ورسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.