کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۱): د کابل له والي سره د فوټبال فدراسیون د مخکیني مشر او پر جنسي ځورونو تورن کرام الدين کريم کتنه د خواله رسنيو د ځينو کاروونکو له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
خو د کابل د والي وياند وايي، کرام الدین کريم باندې د لګېدلو تورونو څېړل د عدلي او قضايي ارګانونو کار دی او د ولايت مقام له هر چا سره ګوري او ستونزې يې اوري.
. . .