Language

امریکا: استازي به مو په تاشکند کې له افغان پلاوي سره پر اقتصادي مسایلو وغږېږي

اتلانتا (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سرپرست حکومت له پلاوي سره پر یو لړ اقتصادي موضوعاتو خبرې کوي.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ او رینا امیري تاشکند ته رسېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی په تاشکند کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکي نړۍوال کنفرانس کې هم برخه اخلي.

په خبرپاڼه کې امریکایي پلاوي په دغه دوه ورځنۍ کنفرانس کې چې د جون په ۲۵مه او ۲۶مه ترسره کېږي، له افغانانو سره د خپل ملاتړ ژمنې بیا تازه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې له افغانانو او نړۍوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

سرچینې ویلي چې د جولای په ۲۷مه به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د مالیې وزارت له مرستیال براین ویلسون به د افغان سريرست حکومت له پلاوي سره پر اقتصادي ننګونو چې افغانان ورسره مخ دي، خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د تاشکند په نړۍوال کنفرانس کې د ګډون به موخه ازبکستان ته تللی.

د یادونې ده، له دې مخکې دا ډول خبرې په قطر کې شوې، خو دا ځل په تاشکند کې کېږي.