Language

زابل کې د سېلاب له امله د مسافر وړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې ۴ کسان مړه او ۴۵ ټپیان شوي

اتلانتا (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د کابل – کندهار پر لویه لار د سېلاب له امله د یوه مسافر وړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې څلور کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د زابل د اطلاعات او کلتور وزارت وایي چې دا پېښه تېر ماخوستن شاوخوا لس بجې د شهر صفا ولسوالۍ او د ولایت مرکز کلات ښار ترمنځ د فولادګي به سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، یو مسافر وړونکی موټر د سېلاب له امله چپه شوی او یو شمېر سپرلي یې اوبو کې بند پاتې وو.

د ‎زابل والي، مرستیال والي، امنیتي ځواکونه، د لواء او قوماندانۍ له ژغورونکو وسایلو سره سیمې ته رسېدلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د عامې روغتیا روغتون امبولاسونه او روغتیايي ټیم هم سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.

بلخوا د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وایي چې په یاده پېښه کې د درېیو ښځو په ګډون څلور کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.