اسعداباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د کونړ عامې روغتيا ریاست وايي، پرون د دغه ولایت په مرکز اسعداباد کې يو کس لېوني سپي داړلی او په دې سره له تېرو درېيو میاشتو راهيسې د لېونو سپو له خوا د داړل شوو کسانو شمېر ۸۵۱ ته ورسېد.
سرچینه وايي چې وروستۍ پېښه پرون په مرکز اسعد اباد کې رامنځته شوه او یو ۱۵ کلن ماشوم لېوني سپي داړلی چې اوس تر درملنې لاندې دی.
د دغه ولایت د اسعداباد ولایتي روغتون یوه نرس رحیم الله ساپي پژواک ته وویل: «۱۵ کلن سجاد چې پرون په اسعداباد ښار کې لېوني سپي داړلی، اوس په روغتون کې بستر او روغتيايي وضعيت يې ښه دی.»
د دغه ولایت د عامې روغتيا ریاست د ساري ناروغيو د کنټرول برخې مسوول ډاکټر حمیدالله حبيبي بیا وايي چې له تېرو درېيو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د لېونو سپو له خوا داړل شوو کسانو شمېر ۸۵۱ تنو ته ورسېد.
ده وویل چې د لېوني سپي داړل يوه خطرناکه ناروغي ده او که پر وخت يې علاج ونه شي، د مرګ لامل کېږي.
ده وویل: «موږ د ولایت په ټولو روغتيايي مرکزونو کې د لېوني سپي له خوا داړل شوو کسانو ته واکسین په وړیا توګه ورکوو؛ ځکه دا یو مرګونی ویروس دی چې له لېوني سپي څخه انسان ته انتقالېږي.»
ده وویل چې که څه هم میاشت وړاندې د عامې روغتیا ریاست له لوري د اسعداباد شاوخوا سیمو کې د لېوني او کوڅه ډبو سپو د له منځه وړو کمپیاین ترسره شوی، خو په وینا یې چې لا هم په دغه ولایت کې د لېوني سپو داړلو پېښې رامنځته کېږي .
نوموړي زياته کړه: «د لېوني سپي ناروغۍ ویروس وژونکی دی او په کار ده چې د سپي له داړلو وروسته سمدستي روغتیایي مرکزونو ته انتقال شي.»
۱۵ کلن سجاد چې تازه لېوني سپي داړلی او اوس په ولایتي روغتون کې بستر دی، پژواک ته وویل: «سهار مهال د خپل کور ترڅنګ تېرېدم سپي وداړلم، له ما وروسته یې زما څلور نور کلیوال هم داړلي و چې اوس ټول د اسعداباد ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې يو.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP