ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې د مسافر وړونکو موټرو کرایه په بې‌سارې ډول لوړه شوې

په غور کې د مسافر وړونکو موټرو کرایه په بې‌سارې ډول لوړه شوې

author avatar
26 Jul 2022 - 16:26
په غور کې د مسافر وړونکو موټرو کرایه په بې‌سارې ډول لوړه شوې
author avatar
26 Jul 2022 - 16:26

فېروزکوه (پژواک، ۴ اسد ۱۴۰۱): د غور یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت ولسوالیو او څېرمه ولایتونو ته په تګ راتګ کې د لګښت له ډېرېدو شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي.

دوی وایي، په دې وروستیو میاشتو کې د مسافر وړونکو موټر کرایه لوړه شوې چې د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله یې د ورکولو توان نه لري.

د غور یوه اوسېدونکي علاءالدین رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل: «کرایه ډېره لوړه شوې، مخکې به هرات ولایت ته په ۶۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو تلو؛ خو اوس له ۱۵۰۰ افغانیو پیل چې د موټر وروستۍ چوکۍ دي او په ترتیب سره مخکنیو چوکیو کرایه تر ۲۲۰۰ افغانیو رسېږي.»

نوموړي له مسوولینو وغوښتل څو د یادې ستونزې هواري لپاره اقدام وکړي.

د غور – کابل لویې لارې یو مسافر سیدانور هم ورته شکایت کوي او وایي: «مخکې کرایه ښه وه، خو دا یو څه وخت کېږي چې کرایه لوړه شوې، خو نه پوهېږو چې لامل یې څه دی، خلک بېوزله دي او د کرایې ورکولو توان نه لري.»

سید انور هم د مسافر وړونکو موټرو د کرایې په ګډون د نورو بیو د کنټرول غوښته کوي.

د غور د چهارسدې ولسوالۍ لارې یوه مسافر غلام سرور هم په دې لارې په تګ را تګ کې له لوړې کرایې شکایت کوي او وایي، دوی مخکې په مناسبه کرایه تګ راتګ کاوه، خو اوس مجبور دي چې لوړه کرایه ورکړي.

نوموړي وویل: «مخکې به مو چې ۳۰۰ تر ۳۵۰ افغانیو کرایه ورکوله، اوس اړ یو چې له ۵۰۰ تر ۶۵۰ افغانیو کرایه ورکړو چې ډېر توپیر یې کړی او دولت باید په دې برخه کې کنټرول ولري او له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې له خلکو ډېرې پیسې اخلي.»

بلخوا، یو شمېر موټر چلوونکي وایي چې دوی د تېلو د بیو لوړېدو له امله مجبور دي کرایه لوړه کړي، پرته له دې له تاوان سره مخ کېږي.

د غور – هرات لویې لارې موټر چلوونکي فریداحمد پژواک ته وویل: «تېل ډېر قیمته شوي، موږ یو لېتر تېل په ۱۳۰ افغانۍ اخلو، مخکې په ۷۰ تر ۸۰ یا ۹۰ افغانۍ وو، موږ هم نه شو کولای له دې قیمتۍ سره کمه کرایه واخلو.»

خو د پژواک خبري اژانس د یو راپور له مخې، د روان کال د زمري په دویمه نېټه، صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی و چې ژر به د هېواد له بندرونو زرګونه ټنه مایع ګاز بازار ته وارد او په بیو کې به یې د پام وړ کموالی راشي.

د غور – کابل لویې لارې بل موټر چلوونکی هم وایي، د عوایدو یوازېنۍ لاره یې له مسافرو د کرایې اخیستل دي.

نوموړي زیاته کړه: «په هېواد کې بل کار نشته، دا موټر مې اخیستی څو یوه مړۍ ډوډۍ پرې پیدا کړم؛ اوس چې تېل قیمته دي، موږ هم نه شو کولای په کمه کرایه مسافر یوسو، موږ هم زیان کوو، مجبو یو چې په مناسبه بیه چې موږ ته هم پاتې شي، مسافر یوسو، دولت دې د تېلو بیه راټیټه کړي موږ هم د مخکې په ډول مسافر بیایو.»

په ورته مهال، د غور سیمه ییز مسوولین وایي چې د مسافر وړونکو موټرو کرایه لږ لوړه شوې او لامل یې هم په بازارونو کې د تېلو بیې لوړېدل دي.

د غور د ځمکني ټراسپورت امر حافظ ضیاءالحق جندالله پژواک ته وویل: «ځیني موټر چلوونکي له دې امله چې یو لېتر تېل په ۱۳۰ افغانۍ شوي، د مخکې په پرتله کرایه له مسافرو لږ زیاته اخلي چې موږ به هم په دې اړه د مرکز له مسوولینو سره خبرې وکړو»

غور د هېواد په لوېدیځ کې یو غرنی ولایت دی چې ډېری سړکونه یې خام دي چې موټر چلوونکي او مسافر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.