ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان دیني عالمانو کابل کې د پاکستاني طالبانو پلاوي سره ولیدل

د پاکستان دیني عالمانو کابل کې د پاکستاني طالبانو پلاوي سره ولیدل

author avatar
27 Jul 2022 - 00:22
د پاکستان دیني عالمانو کابل کې د پاکستاني طالبانو پلاوي سره ولیدل
author avatar
27 Jul 2022 - 00:22

اټلانټا (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د پاکستاني عالمانو پلاوي په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان له پلاوي سره مهمې خبرې کړې دي.

د پاکستان د کراچۍ ښار د مشهور دیني عالم مفتي تقي عثماني په مشرۍ یو پلاوی پرون کابل ته رسېدلی و.

د پاکستان جیو ټلویزیون خبر ورکړی چې د دیني عالمانو دغه پلاوي نن په کابل کې د پاکستاني طالبانو د یوه مشر مفتي نور ولي محسود په مشرۍ له پلاوي سره مهمې خبرې کړې دي.

یاد ټلویزیون د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې پاکستانيو طالبانو له حکومت سره په مذاکراتو  کې د شته خنډونو په اړه خپلې اندېښنې، له دیني عالمانو سره شریکې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د عالمانو پلاوي د ټي ټي پي ستونزې او اندېښنې واورېدلې او بېرته راتګ سره به یې حکومت سره شریکې کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پاکستانیو طالبانو په اتو پاڼو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او اندېښنې عالمانو ته سپارلې دي.

په راپور کې راغلي، تحریک طالبان پاکستان دیني عالمانو ته ډاډ ورکړی چې دوی د پاکستان دښمنان نه دي او نه هم د بهرنیو دښمنو قوتونو تر اغېز لاندې دي.

سرچینې ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د قبایلي سیمو د خپلواک حیثیت ختمولو سره مخالفت کړی دی.

د پاکستان حکومت دوه کاله مخکې قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا ایالت سره یوځای کړې وې.

Views: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.