میدان ښار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): د میدان وردګو د عامې روغتيا ریاست وایي، په دغه ولایت کې يې د کولرا ناروغۍ د احتمالي خپرېدو لپاره بنسټيز احتیاطي تدابير نيولي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتيا ریاست له خوا نن (د زمري ۵مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: «د میدان وردګو په نږدې ګاونډيو ولایتونو کې د کولرا ناروغۍ په خپرېدو او په دغه ولایت کې د يو شمېر مشکوکو پېښو په ثبتېدو سره، موږ ځيني اساسي احتیاطي تدابير نیولي دي.»
سرچينې د یاد ولایت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد زرک ځيرک له قوله ویلي چې په شاوخوا ولایتونو کې د کولرا پېښې زياتې شوې دي.
ځيرک ويلي چې د میدان وردګو په ټولو ولسواليو کې د کولرا ناروغانو لپاره ځانګړې څانګې فعالې شوې دي.
خو نوموړي ويلي: «موږ د یادې ناروغۍ د درملو او لابراتواري معایناتو لپاره د وسایلو له کمښت سره مخ یو او دا ستونزه مو له وزارت سره شریکه کړې او په نږدې راتلونکي کې به حل شي.»
د میدان وردګو د عامې روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ټول ۱۰۴ لوی او کوچني روغتيايي مرکزونه فعال دي.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن