Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه کې تفریحي پارکونه د ښاروالۍ نه پاملرنې له امله د وچېدو له ګواښ سره مخ دي

لښکرګاه (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱ ): د لښکرګاه اوسېدونکي وایي چې په دغه ښار کې د ښاروالۍ له خوا جوړ شوو پارکونو ته هیڅ پام نه کېږي او ونې یې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

په لښکرګاه ښار کې د میرویس نیکه، سینما او ملت بابا په نومونو درې پارکونه شتون لري.

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي عبدالعلي پژواک ته وویل: «د سینما په نوم پارک چې د ښار په زړه کې جوړ شوی، خو اوس د ښاروالۍ له لوري ورته پاملرنه نه کېږي؛ ونې او بوټي يې د وچېدو له ګوښ سره مخ  دي.»

هغه د ښاروالۍ له مسوولینو وغوښتل چې د پارکونو ساتنې ته پاملرنه ډېره کړي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه یو بل اوسېدونکی ګل‌احمد ودان هم ورته نظر لري او وايي چې ښاروالي د پارکونو ساتنې او پراختيا مسوولیت لري.

هغه وویل چې ښار په پارکونو ښایسته کېږي او سربېره پر دې پارکونه د چاپېریال په ساتنه او هوا په ښه کېدو کې ډېر مهم رول لري.

بلخوا د لښکرګاه ښاروالۍ مطبوعاتو امر محمدطاهر ابشار پژواک ته وویل چې دوی په خپل کلني پلان کې د نوو پارکونو جوړولو او د پخوانیو پارکونو پالنه او ساتنه شامله کړې او دې برخې ته جدي پاملرنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.