ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عامې روغتيا ریاست: په کونړ کې د شري ناروغي ډېره شوې

عامې روغتيا ریاست: په کونړ کې د شري ناروغي ډېره شوې

author avatar
28 Jul 2022 - 15:10
عامې روغتيا ریاست: په کونړ کې د شري ناروغي ډېره شوې
author avatar
28 Jul 2022 - 15:10

اسعداباد (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): د کونړ عامې روغتیا ریاست وایي، په دغه ولایت کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی، خو په وينا يې چې د ټولو ناروغانو درملنه شوې او مړینه نه ده رامنځته شوې.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست د بېړنیو پېښو د پلټنې مسوول ډاکټر محمود ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هوا په ګرمېدو سره په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ پېښې زياتې شوې دي.

ده وویل: «په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.»

هغه زیاته کړه، د یادې ناروغۍ د زياتېدو لاملونه ډېر دي خو مهم یي په تېرو کلونو کې د واکسين نه تطبیق او د عامه پوهاوي نشتوالی یاد کړ.

نوموړي وویل، د شري ناروغي ساري ده او په وینا يې چې که پر وخت يې درملنه ونه شي د مرګ خطر لري.

بلخوا په یاد روغتون کې د ډېری بستر ناروغانو والدین وايي چې دوی پخوا خپلو ماشومانو ته د شري ضد واکسين نه دی ورکړی.

د اسعداباد اوسېدونکې حکيمه چې درې ماشومان یي د شري ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر دي، وايي چې خپلو ماشومانو ته يې پخوا د دې ناروغۍ واکسين نه دی ورکړی او په وینا يې، ښايي همدا لامل وي چې اوس يې ماشومان ناروغ دي.

دې وویل چې د دوی په کلي کې ډېر ماشومان پر شري اخته شوي، ځيني ترې ښه شوي او ځيني یي لا هم سخته تبه لري.

د کونړ د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکي خان جان هم پژواک ته وویل چې پنځه کلن ماشوم يې پر شري اخته دی او اوس یې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته راوستی او بستر دی.

ده وویل: «موږ په یوې لرې غرنۍ سیمه کې اوسېږو او هلته نږدې روغتون نشته او ناروغان له ډېرو اوږدو لارو له طی کولو وروسته مرکز ته راولو.»

هغه زیاته کړه چې په سيمه کې يې د شري ضد واکسين نه دی تطبیق شوی او اوس هلته ځيني ماشومان ناروغان شوي دي.

د طب‌ پوهانو په باور، شری يوه ساري او خطرناکه ناروغي ده او نښې يې سینه بغل او تبه ده چې د مخنيوي غوره لار يې واکسين دی.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.