Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل – کندهار لويې لارې د لومړۍ برخې د رغونې چارې پيل شوې

کندهار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): د کابل – کندهار سړک د اساسي رغونې چارې د ټولګټو چارو وزارت له خوا نن د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پېل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د افغانستان د ټولګټو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالمنان عمري او سلاکار وزیر حبیب‌الرحمن کاظم ترڅنګ ګڼ شمېر نور مسوولین او عام خلک ورغلي وو.

د یاد سړک د رغونې چارې د پيل په مراسمو کې د ټولګټو چارو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح وویل، د کابل – هرات لويې لارې جوړول د دغه وزارت یو له اساسي کارونو څخه دی.

د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې د کندهار – زابل ترمنځ سړک رغول کېږي او په دوهمه برخه کې به له زابله تر کابل پورې د دغې لويې لارې د رغولو چارې پيل شي.

ده زیاته کړه: «د کابل – هرات سړک چې ۹۰۰ کیلومتره کېږي، د لومړي پړاو چارې یې چې له کندهار څخه تر زابل پورې رغول کېږي نن پېل شوې، د دغه سړک لګښت وزارت ورکوي او سلګونه کسان به پکې په کار بوخت وي.»

د یادې پروژې مسوول انجنیر محمدنور نعیمي وایي، دغه سړک چې لس متره به یې سور وي، له کندهاره تر زابل پورې په بېلابېلو برخو کې یې چارې پېلېږي، څو په چټکۍ سره پرمخ ولاړ شي.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي د دغه سړک چارې په پنځو میاشتو کې بشپړې شي، څو پر لویې ټرانزیټي لارې ستونزې رامنځ ته نه شي.

ده وویل: «موږ هڅه کوو چې له کندهار څخه تر زابل پورې د دې سړک چارې تر شپږ میاشتې په کمه موده کې بشپړې کړو، ځکه غواړو د دې سړک په اوږدو کې په بېلابېلو برخو کې کار پيل کړو.»

د یاد سړک په چارو کې پر کار بوخت کسان هم وایي، خوښ دي چې پر کار بوخت دي او د هېواد په بیارغونه کې ونډه اخلي.

د سړک په دغه کار کې پر کاربوخت یو کارګر احمد شاه له باروړونکو موټرچلوونکو څخه غواړي چې پر سړک له ټاکلې اندازې سره سم بار یوسي.

دی وایي: «موږ په دې کار کې ډېر خوشحاله یو چې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوو، خو له موټرچلوونکو څخه هم غوښتنه کوو چې ډېر بار په موټرانو کې انتقال نه کړي ترڅو د سړک د خرابتیا مخه ونیول شي.»

د سیمې اوسېدونکي هم وایي، د سړک د خرابوالي له امله ځیني وخت ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي، خو که چېرې په پاخه او اساسي ډول ورغول شي، له یوې خوا به د ترافیکي پېښو مخه ونیول شي او له بلې خوا به خلک وکولای شي خپل ناروغان او نور توکي په ښه ډول انتقال کړي.

د دامان ولسوالۍ یو اوسېدونکی حاجي محمد نبي په دې اړه وایي: «دا خو ډېر ښه کار وشو چې د دې سړک کار پیل شو، اوس به د ترافیکي پېښو مخه هم ونیول شي او خلک به خپل مالونه یا ناروغان هم په اسانۍ سره یوه او بل ځای ته وړي.»

د کندهار – کابل د سړک لپاره که څه هم په تېر حکومت کې څو ځلې بودجه ځانګړې شوې، خو کار یې نه دی پیل شوی.

د یاد سړک د ډېر خرابوالي له امله ډېر کله خونړۍ ترافيکي پېښې هم رامنځ ته شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.