Language

د هندوستان له پوځي اکاډمۍ فارغ ۲۵ افغانان هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د هندوستان له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوي، ۲۵ افغان محصلین هېواد ته راستانه شول.

د یاد وزارت له خوا د زمري په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېر حکومت ۲۵ تنه پوځيان چې پخوا د پوځي زده‌‌کړو لپاره هند ته تللي وو، تر فارغېدو وروسته بېرته هېواد ته راغلل.

په خبرپاڼه کې راغلي، دوی د هندوستان له  «IMA» پوځي اکاډمۍ څخه له ۱۸ میاشتنۍ پوځي او مسلکي زده‌کړو وروسته د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په هڅو هېواد ته راستانه شول.

سرچینې زیاته کړې چې د کابل په نړۍوال هوایي ډګر کې د ملي دفاع وزارت د مسوولینو له خوا د یادو محصلینو هرکلی وشو.

د ملي دفاع وزارت د بهرنيو اړیکو رییس مفتي روح‌الله عمرهېواد ته د یادو سرتېرو د راستنېدو د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز رهبري به د دوی له تجربو څخه په پوځي، مسلکي او تخصصي برخو کې استفاده وکړي.

سرچینې زیاته کړې، دغو فارغانو هېواد ته د راستنېدو او خدمت په اړه د اسلامي امارت له ملي دفاع وزارت د باور کولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د دوی له تجربو او لاسته‌راوړنو څخه به د اسلامي نظام د خدمت په لاره کې ګټه پورته کوي.