Language

بامیان کې د دوو ښځو په ګډون ۹ کسان د بې هوشۍ درملو د لېږد په تور نیول شوي

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): د دوو ښځو په ګډون ۹ کسان چې ځانونه یې واکسیناتوران معرفي کړي وو، په بامیان ولایت کې د بې‌هوشه کوونکو درملو د لېږد په تور نیول شوي دي.

باختر خبري اژانس نن (جمعه، د زمري ۷مه) د پولیسو یوې سرچینې له قوله خبر ورکړی چې دوه ښځې او اووه سړي، تېره ورځ ناوخته د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې له ډېرې اندازې بې‌هوشۍ درملو سره نیول شوي دي.

د سرچینې په وینا، هغه درمل چې یادو کسانو لېږدول، د «الپازیم» په نامه دي او بې‌هوشه کوونکې ځانګړنه لري چې یوازې د ډاکټرانو له خوا د اړتیا پر مهال کارول کېږي.