غزني (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): تېر ماښام د غزني ښار په سبزي مارکېټ کې د یوه کس له خوا په ډزو کې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.
د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ د اړیکو او معلوماتو مسوول ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام د سبزي مارکېټ یوه «شخصي ساتونکي» له خوا په تېروتنې ډزې شوې چې یو کس په کې وژل شوی او بل ټپي دی.
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د دې پېښې عامل د امنیتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د وژل شوي کس مړی د هغه کورنۍ ته سپارل شوی او ټپي کس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د سبزي مارکېټ یو هټۍوال هم وایي چې تېر ماښام ناوخته یوه کس ډزې کړې او دوو تنو سبزي پلورونکو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
هغه وایي چې دی په دې اړه نور معلومات نه لري؛ ځکه چې د پېښې پر مهال په مارکېټ کې نه و.
دی د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې څو میاشتې مخکې هم په دغه مارکېټ کې په ورته پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP