Language

د کابل کرکټ لوبغالي کې چاودنې څلور تنه ټپيان کړي دي

 

لومړی تعقيب-کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): د کرکټ بورډ اجرايي مشر وايي، کابل کې د کرکټ لوبغالي کې چاودنې څلور تنه ټپيان کړي دي.

دا چاودنه نن نږدې څلور نيمې بجې په داسې حال کې رامنځته شوه چې په دغه لوبغالي کې د کرکټ شپږیزې لیګ سیالۍ روانې وې.

د کرکټ بورډ اجرايي مسوول نصيب خان ځدران وايي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د دوو لوبډلو تر منځ لوبه روانه وه.

د ده د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه:" الحمدالله لوبغاړي، اداري کارکوونکي او خارجيان ټول بچ دي."

ده وويل چې امنيتي کسانو وضعيت ډېر ژر کنټرول کړ او لوبه به لږ وروسته بيا پيل شي.

د همت‌الله په نوم د دغو لوبو یوه نندارچي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه د نندارچیانو منځ کې وشوه.

ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، څو کسان یې ولیدل چې د دغې چاودنې له امله ټپیان شوي وو.

د احمدخبیب په نوم یو بل عیني شاهد هم د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې دغه چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې او ځينې کسان يې ټپيان کړي دي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.

Related Topics