Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د «افغانستان – امریکا مشورتي میکانیزم» اداره پرانیستل شوه

واشنګټن (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خوا په واشنګټن کې د «افغانستان – امریکا مشورتي میکانیزم» اداره پرانیستل شوه او پر کار یې پیل وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د زمري په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ګډون کړې وه.

سرچینې زیاته کړې، د افغان ښځو او مدني ټولنې لپاره د جوړ شوي مشورتي میکانیزم موخه د افغانستان له شریکانو سره د امریکا د حکومت ښکېلتیا ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د تېر کال په اګست کې په کابل کې تر بدلون وروسته د افغانستان ښځې، نجونې، ژورنالیستان او د قومي او مذهبي ډلو غړي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخه شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له یادو ستونزو وروسته د افغانستان ښځې او د مدني ټولنې مشران دغه ناورین ته د ځواب ویلو لپاره متحرک شوي دي .

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې لپاره چې له امریکایي چارواکو سره له نږدې ښکېل پاتې شي، یو شمیر افغان شریکان د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه د «افغانستان – امریکا مشورتي میکانېزم» یې جوړ کړی دی.

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یادو مراسمو ته وویل، د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په لاس کې وي او دوی يې وټاکي، نړۍواله ټولنه باید د افغانانو غږ واوري او ملاتړ یې وکړي.

هغې زیاته کړه، د افغانستان، امریکا مشورتي میکانېزم افغان ښځې، د مدني ټولنې مشران، ژورنالیستان، پوهان، حقوقي ماهرین، علماء او مذهبي مشران په افغانستان کې دننه او د افغانستانه له بهر سره یو ځای کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه نوې جوړه شوې اداره به پر بېلابېلو موضوعاتو له امریکایي چارواکو سره د دغو افغانانو د ناستو لپاره اسانتیاوې برابروي .

رینا امیري وویل چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان د ښځو حقونو ته ژمن دی او په همدې موخه یې دغه اداره جوړه کړې او بشپړه همکاري ورسره کوي.

د هغې په وینا، د دغه میکانیزم ډېر کارکوونکي به ښځې وي او د افغان ښځو او نجونو غږ به نړۍوالو ته رسوي.

مېرمن امیري وویل چې دا میکانیزم تر ډېره به د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي، خو د بشر حقونه، د قانون حاکمیت، مدني ټولنو ته د ښځو داخلول او دا ډول نورې برخې یې هم په کار کې شاملې دي.

یاده نوې اداره چې د امریکا د سولې انسټیټیوټ په همکارۍ رامنځته شوې، د دغه انسټیټیوټ مشرې په دې مراسمو کې وویل، د دغه میکانیزم له جوړولو څخه یې موخه د افغانانو د حقونو ساتنه ده.

هغې زیاته کړه، نړۍواله ټولنه د یوه ټولګډونه او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ کوي.

د افغان ښځو په استازیتوب پلوشه حسن – چې اوسمهال د امریکا په جورج واشنګټن پوهنتون کې د «سینیر فیلو» په توګه کار کوي – د نوې ادارې د پرانیستې مراسمو ته خبرې وکړې.

نوموړې د دغه میکانیزم د جوړولو او پرانیستلو هرکلی وکړ او ویې ویل، له امریکا او نړۍوالې ټولنې سره د افغان ښځو او مدني ټولنې ترمنځ واټن رامنځته شوی و، خو د دې ادارې په جوړېدو سره به دا واټن له منځه ولاړ شي.

هغې د نجونو د تعلیم په تړاو وویل چې امریکا باید په دې برخه کې له اسلامي هېوادونو سره له نږدې اړیکې ولري او له دغو هېوادونو سره د نجونو د تعلیم د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.

مېرمن پلوشه حسن وویل، افغانستان یوازینی هېواد دی، چېرته چې نجونو ته د ثانوي زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي او دغه کار د افغان نجونو او ښځو راتلونکي لپاره ډېر زیانمن دی.

نوموړې غوښتنه وکړه چې امریکا او نړۍواله ټولنه باید پرسرپرست افغان حکومت فشار راوړي، څو نجونو ته د ثانوي زده‌کړو اجازه ورکړي، ځکه د هرې ورځې په تېرېدو سره د هغوی د زده‌کړې وخت ضایع کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.