Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

منظور پښتین: بلوچستان کې ۲۴۴ افغانان د پي ټي ایم د وکیلانو په هڅو خوشې شول

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱) : د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې بلوچستان کې د پاکستانیو پولیسو لخوا نیول شوي ۲۴۴ تنه افغانان د پي ټي ایم د مدافع وکیلانو په هڅو خوشې شول.

دا افغانان چې د یوه واده ګډونوال وو او پکې ناوې هم شامله وه، د تیرې چارشنبې په ورځ د بلوچستان په شېراني سیمه کې تر ۲۴۴ د پاکستانیو پولیسو لخوا په دې تور نيول شوي وو چې له قانوني اسنادو پرته یې سفر کاوه.

د راپورونو له مخې، په نيول شويو کسانو کې يوه ناوې هم ده چې په سرو لاسونو د واده په کمیس کې له خپل خاوند سره پېښور ته د خپل نوي کور په لور روانه وه خو د واده شپه يې د ژوب په مرکزي زندان کې شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پښتین د زمري په اتمه پخپل ټویټر کې لیکلي : "د بر وطن هغه افغانان چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان په ژوب ایالت کې بندیان وو، نن د PTM ژوب ملګرو او د ژوب وکیلانو په هڅو خوشې شول. "

هغه زیاته کړې، په دې مشکل وخت کې د ډیورنډ پر کرښه دروازو بندې د بروطن خلک له تاریخی ستونزو سره مخ دي ، پی ټی ایم به په هر حالت کې له خپلو ولسونو سره ولاړ وي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، په نيول شویو کسانو کې دوې ناروغې ښځې هم دي، چې يوه پکې مېندواره او بله یې د راپورونو په اساس د سرطان په ناروغۍ اخته ده. د ژوب مرکزي روغتون د اسنادو له مخې دوی له ژوب څخه د لاهور او پېښور روغتونونه ته لېږل شوي دي.

د ولي ازاد په نامه یو تن مدافع وکیل ویلي، چې په نيول شويو کې له ماشومانو او ښځو سره سره ۶۰ داسې کسان هم شته چې د پاکستان له خوا ورکړل شوي ټول قانوني اسناد هم لري.

تر دې مخکې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم ویلي وو، چې ددغو افغانانو د خوشې کولو لپاره هڅې کوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.