Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره یوه میاشت هېواد کې د سېلابونو له امله ۱۲۰ کسه مړه شوي

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې د سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه، ۱۵۲ ژوبل شوي او څه باندې درې زره کورونه ويجاړ شوي دي.

دغه څرګندونې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال شرف الدین مسلم د زمري په ۸ مه کابل کې د خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زیاتوي، په تېره یوه میاشت کې په ۲۱ ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۲۰ کسه مړه، ۱۵۲ تنه ټپیان شوي او ۳۰۱۹ کورونه یې په کُلي او یا هم په قسمي ډول ویجاړ شوي دي.

نوموړي وایي، دغه راز د یادو سېلابونو له امله سلګونه څاروي تلف شوي، درې عمومي سړکونه، په سلګونه فرعي لارې، په سلګونه جریبه زراعتي ځمکې، کارېزونه او د اوبو چینې په بېلابېلو ولایتونو کې تخریب او له منځه تللي دي.

دی زياتوي: «تېره ورځ سېلابونو په ارزګان ولایت کې زیات کلي زیانمن کړي چې ځینو خلکو يوازې خپل ځانونه له کورونو څخه ویستلي دي او څاروي او د کور نور سامانونه یې همداسې پاتي دي او مونږ له دوی سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې وکړې.»

ده زياته کړه، په زابل کې د سېلابو له امله د هر مړه شوي کس کورنۍ ته به ۱۰۰ زره افغانۍ او د ټپيانو کورنیو ته به ۵۰-۵۰ زره افغانۍ ورکړل شي.

دی وایي، په هېواد کې وروستیو سېلابونو زیاتو خلکو ته ځاني او مالي زیان اړولی دی.

نوموړي له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه چې دغو سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

مسلم وویل، د پکتیا او خوست زلزله‌ځپلو ۱۷ زره ۸۱۶ کورنیو سره د خوراکي توکو او خېمو مرسته هم شوې ده.

همدارنګه په دې غونډه کې د کډوالو چارو وزارت مرستیال ارسلا خروټي بیا وویل: «د پکتیا او خوست ولایتونو د زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره چې د حکومت له لوري کوم کمیسیون ټاکل شوې و، د هغوی وروستې سروې ښیي چې په دې زلزله کې ۱۰۰۶ کس مړه، ۳۰۱۰ کورونه په کلي توګه له منځه تللي او یا هم ځینې د اوسېدو لپاره برابر نه دي.»

دی وایي، د هوا له سړېدو مخکې په یاده سیمه کې چې د زلزلې له امله د کومو خلکو کورونه له منځه تللي، دوی ته به په بل ځای کې د اوسېدو ځایونه برابر شي.

هغه زیاتوي، له زلزله‌ځپلو سره په کافي اندازه مرستې شوي، خو له نړیوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې له حکومت سره په همغږۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې په ۱۴ ولایتونو کې نن او سبا لپاره د تېز باد، باران او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.