Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روانه اونۍ له ازبکستانه پاکستان ته د رېل‌پټلۍ سروې په افغانستان کې پیلېږي

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): د ازبکستان د چارو ادارې مشر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل‌پټلۍ د سروې چارې به روانه اونۍ په افغانستان کې پيل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چي د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ازبکستان د ولسمشرۍ د چارو ادارې له مشر سردار عمرزاکوف سره په تاشکند کې لیدلي دي.

سرچینې لیکلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، ټرانزیټ، کرنیزه برخه کې همکاریو او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د کار د پیل په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوري د رېل پټلۍ د متخصصینو له خوا د نقشې د سروې په اړه خپل تیاری وښود او عمرزاکوف وویل چې د دې اوونۍ له پیل سره سم به یې د سروې چارې د افغانستان په خاوره کې پیل شي.

سرچینه زیاتوي، ازبک لوري هوکړه وکړه چې د افغانستان د کرنې د اصلاح لپاره به مرسته کوي؛ په ځانګړې توګه د کرنیزو ناروغیو د درملنې او مالدارۍ لپاره به کلینیکونه جوړوي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې عمرزاکوف د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو او ولسونو ترمنځ اړیکې ډېرې دوستانه او ژورې وبللې او متقي هم دوستانه اړیکي د سوداګرۍ او ټرانزیټ زیاتوالي او په سیاسي ډګر کې د یو بل ملاتړ د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره یو ښه زیری وباله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.