Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې یو کس له ۱۰ کیلوګرام هیروینو سره نیول شوی

پل‌علم (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د لوګر امنیه قومانداني وايي، تېره شپه یې په مرکز پل‌علم کې یو کس له ۱۰ کیلوګرامه هیروینو سره یو ځای نیولی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي او کشفي ارګانونو د یوه ځانګړي راپور له مخې تېره شپه په مرکز پل علم کې پر یوه کور عملیات وکړل چې په پایله کې یې د عبدالله په نوم یو کس له ۱۰ کیلوګرام هیروینو سره یو ځای ونیول شو.

هغه زیاته کړه، له نیول شوي کس څخه څېړنې پیل شوې چې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

دی وايي، نیول شوي کس له پخوا د نشه‌يي توکو کاروبار او قاچاق کاوه.

په لوګر کې دغه کس له یادې اندازې هیروینو سره په داسې حال کې نیول کېږي چې د دغه ولایت اوسېدونکي دلته د پخوا په پرتله پر نشه يي توکو د روږدو کسانو له ډېرېدو شکایت کوي.

خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې د نشه‌يي توکو د کرکیلې د مخنیوي ترڅنګ د هغو کاروبار هم بند کړي څو ځوانان له روږدېدو را وګرځي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.