ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

خلک د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

author avatar
31 Jul 2022 - 13:56
خلک د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار سړکونو له خرابوالي شکایت کوي
author avatar
31 Jul 2022 - 13:56

قلعه‌نو ښار (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د باغیس یو شمېر اوسېدونکي په قلعه‌نو ښار کې د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي او وایي، له کلونو راهیسې د دغه ښار سوکونه نه دي ترمیم شوي، خو مسوولین بیا په نږدې راتلونکي کې د ویجاړ شوو سړکونو د بیارغونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي.

د بادغیس اوسېدونکي زیاتوي چې تېر حکومت دغه ولایت ته کمه پاملرنه کړې؛ له همدې امله د دغه ولایت، په ځانګړې توګه د قلعه‌نو سړکونو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

د بادغيس د مرکز قلعه‌نو ښار اوسېدونکی عبدالصبور وايي، سره له دې چې قلعه‌نو يو کوچنى ښار دى او سړکونه یې هم معياري نه دي، خو د بيارغونې لپاره يې تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی.

د عبدالصبور په خبره، د قلعه‌نو ښار ډېری سړکونه ویجاړ شوي او ترمیم او بیارغونې ته جدي اړتیا لري.

هغه زياته کړه: «د ښار دننه سړکونه ډېر خراب شوي چې ان له باد لګېدو سره دوړې رامنځته کېږي او خلکو ته ستونزې جوړوي.»

نوموړي له اړوندو بنسټونو وغوښتل چې د دغه ښار د ويجاړ شوو سړکونو ترميم ته جدي پاملرنه وکړي.

د قلعه‌نو ښار بل اوسېدونکى ميرويس هم د سړکونو له خرابوالي اندېښمن دى او چارواکي د هغه د بیا رغونې په برخه کې پر بې پروايۍ تورنوي.

هغه وايي، د سړکونو ويجاړتيا د موټرو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې را ولاړې کړې او د ترافيکي پېښو لامل کېږي.

میرویس زیاته کړه: «ډېری خلک له دغو لارو د خپلو ناروغانو د لېږد پر مهال هم له ستونزو سره مخ کېږي، حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»

په ورته مهال، د بادغیس ولایت مدني فعال ارباب شیخ الاسلامي هم یاده ستونزه تاییدوي او په دې برخه کې پر پې پروایۍ نیوکه کوي.

د شیخ الاسلام په وینا، سربېره پر دې چې د قلعه‌نو ښار سړکونه معیاري نه دي، خو له کلونو راهیسې ورته پاملرنه نه ده شوې.

نوموړی په قلعه‌نو کې د ښاري ماسټر پلان نه پلي کېدل هم له شته ستونزو بولي او وایي چې سړکونه بايد په معيار ډول جوړ شي او ويجاړ شوي سړکونه بايد بېرته ورغول او يا هم ترمیم شي.

هغه اړوندو مسوولینو او ادارو په خطاب کې وویل: «زموږ غوښتنه همدا ده چې دا ستونزه حل شي؛ ځکه له کلونو راهیسې خلک له دې ستونزې سره مخ دي او تر اوسه په دې برخه کې کوم کار نه دی شوی.»

بلخوا، د قلعه نو ښاروالۍ سرپرست مولوي نظرمحمد وثیق هم د ښار د سړکونو خرابوالی تاییدوي، خو وايي چې د یادو سړکونو د ترمیم پلان لري.

د مولوي وثيق په خبره، دوى څه موده مخکې د سړکونو د ترميم او داغ‌ګیرۍ پروژه اعلان کړې چې ډېر ژر به ګټونکى شرکت د ښار د سړکونو د بېرته ترميم  چارې پيل کړي.

هغه ټینګار کوي: «دا ستونزه به ان‌شاءالله ډېر ژر هواره شي، تېره اوونۍ داوطلبي ترسره شوې او ټاکل شوې ګټونکی شرکت خپل کار پیل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې کلونه مخکې د ښار مرکزي سړکونه قیر شوي، خو تنګ، غیرمعیاري او ډېر خراب شوي دي.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.