ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د بې‌اولادۍ درملنې لپاره د یوناني درملو کارولو پر ځای متخصصینو ته مراجعه وکړئ

ډاکټران: د بې‌اولادۍ درملنې لپاره د یوناني درملو کارولو پر ځای متخصصینو ته مراجعه وکړئ

author avatar
1 Aug 2022 - 16:47
ډاکټران: د بې‌اولادۍ درملنې لپاره د یوناني درملو کارولو پر ځای متخصصینو ته مراجعه وکړئ
author avatar
1 Aug 2022 - 16:47

کابل (پژواک،۱۰ زمری ۱۴۰۱): ځينې ښځې چې حمل نه اخلي، وایي چې کورنۍ یې د طب پر متخصصینو د درملولو پر ځای ورته یوناني درمل راوړي؛ خو ډاکټران وايي، د یوناني درملو خپلسري کارول روغتیا ته زیان رسوي.

بې‌اولادي چې بېلابېل عوامل لري؛ د ځينو جوړو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی، ځينې بې‌اولاده جوړې له طبي درملنې او ځینې بیا له یوناني درملو استفاده کوي.

د پروان ولایت اوسېدونکې شاکره محمدي چې له واده یې څلور کاله تېرېږي، خو تر اوسه اولاد نه لري، پژواک خبري اژانس ته وویل: «د واده مې شپږ میاشتې تېرې شوې امیدواره نه شوم، د واده په هماغه لومړیو کې به مې خواښې تل راته ویل چې باید ژر اولاد داره شې، په لومړیو کې مې د هغې خبرو ته چندان اهمیت نه ورکاوه او فقط اورېدلې مې، خو کله چې مې ولیدل نه امیدواره کېږم، نو د هر ډول یوناني درملو کارولو ته مجبوره شوم.»

نوموړې چې د خواښې له خوا د یوناني درملو کارولو ته مجبوره شوې وايي، په خپلسري ډول د یوناني درملو په وسیله درملنه نه یوازې دا چې مثبته نتیجه ورنکړه، بلکې د معدې ستونزه هم ورته پيدا کړې ده.

هغې زیاته کړه: «له پنجدانې، شیرین بویې، مارچوبې، د ګازرو له تخم او خارمریم څخه مې استفاده وکړه، خو یوې یې هم ګټه ونه کړه، خواښې ته به مې چې هر چا د کوم درمل نوم واخیست، ماته به یې برابروله او زه هم ناچاره وم چې هغه وخورم.»

شاکره چې د معدې له سخت درده شکایت لري، وایي، ډاکټران د معدې د تکلیف لامل یې له یوناني درملو څخه په خپلسر ډول استفاده بولي.

په دغه حال کې، د کابل د زاړه ښار اوسېدونکې ۲۵ کلنه مژګان بله هغه مېرمن ده چې ۵ کاله په پرله پسې توګه له یوناني درملو استفاده کړې، څو د اولاد مور شي، خو تر اوسه یې کومه نتیجه ترلاسه کړې نه ده.

هغې چې د درملنې په موخه «شفاجو» خصوصي کلینیک ته مراجعه کړې، وایي: «په دې ۵ کلونو کې داسې یوناني درمل به نه و چې ما نه وي خوړلي، خو هيڅ اغېز یې ونه کړ.»

د هغې په خبره، خواښې یې اجازه نه ورکوله چې د درملنې لپاره ډاکټرانو ته مراجعه وکړي، بالاخره مجبوره شوه چې ډاکټر ته لاړه شي او درملنه پیل کړي.

ډاکټران هم له یوناني درملو څخه په خپلسرې توګه استفاده ردوي.

د کابل ښار د ملالۍ زېږنتون رییسې او نسایي او ولادي متخصصې ډاکټر ملالۍ فیضي پژواک ته وویل، بې اولادي یوه داسې ستونزه ده چې مختلف عوامل لري او ډېری وخت په طبي درملنې سره حل کېږي.

هغې له یوناني درملو په خپلسري ډول کارونه ردوي، زیاتوي چې په افغانستان کې داسې کومه فابریکه او یا د یوناني درملو لپاره ځانګړې برخه نشته چې څېړنې یې کړې وي؛ ډېری یې د غیر مسلکي کسانو له خوا پر مخه وړل کېږي، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې طبیبان هم د طب ډاکټرانو په څېر په دې برخه کې تحصیل کوي.

د هغې په خبره، یو شمېر دوکانونه شته چې ځیني مواد پکې په یوناني بڼه پیدا کېږي، خو د هیڅ یوه په اړه دقیق معلومات نشته چې د هضمي سیستم او د رحم و تخمدان پر سیستم څه اغېز لري.

هغې زیاته کړه: «ډېرې مېرمنې شته چې له عقامت (بې اولادۍ) څخه رنځېږي، اکثره یې له یوناني درملو استفاده کوي، خو ما خپله شخصاً داسې څوک نه ده لیدلې چې خاص له یوناني درملو یې استفاده کړې وي او امیندواره شوې وي.»

ډاکټر فیضي په دوام کې وایي: «معمولاً هغه یوناني درمل چې پرې څېړنه نه وي شوې، خپل زیانونه لري؛ داسې ناروغانې مو درلودې چې له یوناني درملو یې استفاده کړې، د معدې اسید یې زیات شوی، داسې ناروغانې مو درلودې چې له ډېرو ترخو درملو یې استفاده کوله، خو بېچاره ښځې له مجبوریته هماغه ترخه درمل خوري.»

فیضي هغو ښځو ته چې له یوناني درملو استفاده کوي، داسې سپارښتنه لري: «ځان په یوناني درملو مه زیانمنوئ، هره ستونزه که لرئ نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ؛ ځکه چې طبابت ډېر پرمختګ کړی دی.»

دغه‌راز یوه بله د نسایي ولادي متخصصه نجم‌السما شفاجو هم له ډاکټرې فیضي سره ورته نظر لري او وایي، په افغانستان کې مسلکي کسان چې په یوناني طبابت کې کار وکړي، ډېر کم دي.

هغې زیاته کړه: «سل په سلو کې ویلی نه شم چې د یوناني درملو کارول زیان لري او خپلې ګټې هم لري، ډېرې ناروغۍ ورسره ښه کېږي، خو په دې شرط چې معیاري شوي وي او په ټاکلې اندازه ترې استفاده وشي.»

نوموړې وویل، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې هغه کسان چې په یوناني طبابت کې کار کوي، مسلکي زده کړې ورکول کېږي؛ ځکه په همدې برخو کې ان پوهنتونونه هم جوړ شوي دي.

د شفاجو په خبره، په افغانستان کې کوم ښوونځي، پوهنتون او یا تحصیلي بنسټ نشته چې د یوناني طبابت برخه کې زده‌کړې ورکړي.

د هغې په باور، له یوناني درملو خپلسرې استفاده د ځینو ناروغیو لامل ګرځي.

شفاجو هغو ښځو ته چې له یوناني درملو استفاده کوي، داسې سپارښتنه وکړه: «هغه غېر معیاري او غېر اسټنډرډ درمل چې په کورونو کې جوړېږي، د کارونې اندازه یې مشخصه نه ده، د جوړولو شرایط او حرارت درجه پکې په پام کې نه ده نیول شوې، نو ښه ده چې ونه کاروئ.»

په دغه حال کې، په افغانستان کې د یوناني طبابت د سراسري اتحادیې مرستیال حکیم محمدالله چکري پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال په هېواد کې د لوړو زده‌کړو داسې یو بنسټ یا کوم پوهنځی نشته چې یوناني طبیبانو ته د لیسانس یا تر هغې پورته کچه کې زده‌کړې ورکړي، خو څو کاله وړاندې د دغې اتحادیې له خوا ښوونیز کورس جوړ شو.

د هغه په وینا، په دغه کورس کې چې د یادې اتحادیې له خوا جوړ شوی و او هر کال ۴۰۰ کسانو ته د یوناني طبابت برخه کې شپږ میاشتنۍ زده‌کړې ورکول کېدې، خو د مخکني نظام له سقوط وروسته دغه کورسونه غېر فعال شول.

خو نوموړي وویل چې په نږدې راتلونکي کې تصمیم لري څو دغه کورسونه بیا ځلي فعاله کړي.

Visits: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.