ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي

author avatar
1 Aug 2022 - 18:51
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي
author avatar
1 Aug 2022 - 18:51

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): تېره اونۍ، په افغانستان کې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړۍواله غونډه جوړه شوه او ځینو سرچینو یو ځل بیا له حکومته وغوښتل چې نجونو ته د ثانوي زده‌کړو اجازه ورکړي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • حکومت په افغانستان کې د داعشیانو شمېر صفر ته نږدې بولي، خو روسیه یې د درې برابره ډېروالي ادعا کوي.
  • د تاشکند غونډه ختمه شوه؛ د افغانستان سرپرست حکومت یې بریالۍ بولي، نړۍوالو پخواني شرطونه تکرار کړل.
  • اروپایي ټولنې او پاکستان له افغانستان سره پر تعامل ټینګار وکړ.
  • جاپان وایي، له افغانانو سره ګډ کار کوي، څو دغه هېواد دایمي سولې او ثبات ته ورسي.
  • بېلابېلو سرچینو د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې نجونو ته د ثانوي زده‌کړو اجازه ورکړي.
  • تېره اونۍ په افغانستان کې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، امنيتي ځواکونه وايي، په کابل کې د تېرې ورځې په چاودنه کې ځيني کسان ټپیان شوي او دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په کابل کې ايمرجنسي روغتون بيا وايي، د تېرې ورځې له چاودنې دغه روغتون ته ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي.

ځايي چارواکي وایي، په اروزګان او زابل ولایتونو کې د ناچاودو توکو دوو چاودنو څلور کسان وژلي او زابل کې یې له امله اته نور ټپيان شوي هم دي.

امنيتي چارواکي وايي، په ننګرهار کې درې «اخلالګر» وسله‌وال، په لغمان کې د «خوارجو» د یوه قوماندان په ګډون درې وسله‌وال، په بلخ کې درې وسله‌وال «غله» او په هرات کې هم یو «غل» وژل شوي دي.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله‌والو په پروان کې يو ملکي وګړی وژلی، په تخار کې د يوه مجرم د ډزو په پایله کې يوه نجلۍ ټپي شوې او د غزني ښار په سبزي مارکېټ کې د یوه کس د ډزو له امله یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

ځايي چارواکي وايي، په پکتيا کې په ډبرو د وژل شوې یوې شپږ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

د پکتيا امنيه قومانداني د جزيياتو له ورکولو پرته وايي چې د يادې ماشومې د وژلو په تړاو دری کسه نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانو ته سپارل شوي دي.

وړمه اونۍ په افغانستان کې لس کسان وژل شوي وو او يو ټپي و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

داعش ډله

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي وویل، په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی، خو د افغانستان سرپرست حکومت دا څرګندونې ردوي، وايي چې د داعش تر زرو پورې کسان نیول شوي، د دغې ډلې د کسانو شمېر صفر ته نږدې شوی او پاتې نور یې ځپل کېږي.

داعش له کلونو راهیسې په افغانستان کې د ځینو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي. دغې ډلې په دې وروستیو میاشتو کې هم افغانستان کې د خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخستی دی.

د تاشکند ناسته

تېره اونۍ د افغانستان په اړه د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې یوه ورځنۍ نړۍوال کنفرانس جوړ شو او د افغانستان د سرپرست حکومت د پلاوي ترڅنګ د پاکستان، روسیې او امریکا متحده ایالتونو په ګډون د شلو هېوادونو او سازمانونو استازو پکې ګډون وکړ.

یاد کنفرانس د کوربه هېواد ازبکستان له لوري د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېد.

په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان له سرپرست حکومته د نړیوالې ټولنې مهمه غوښتنه دا وه چې په افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړي چې په پراخه کچه د خلکو استازولي وکړي، د ښځو حقونو ته دې ته پام وکړل شي او ټولو افغانو نجونو ته دې حق ورکړل شي چې زده‌کړو ته لاسرسی ولري. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې همدا «په افغانستان کې د ملي روغې جوړې بهیر د بشپړتیا په لړ کې بنسټیز شرطونه دي.»

بي‌بي‌سي تر دې عنوان لاندې چې د تاشکند غونډه ختمه شوه؛ د افغانستان سرپرست حکومت یې بریالۍ بولي، نړیوالو پخواني شرطونه تکرار کړل، د  اعلامیې په ټکو لیکي چې دا نړیوال کنفرانس یوازې پر سیاسي بیانونو متمرکز نه و، بلکې د سولې پر ټینګښت، ثبات او پر داسې اقتصادي بیارغونې یې پام ورټول و، چې ټولو افغانانو ته، د افغانستان ګاونډیانو او ټولې نړیوالې ټولنې ته یې ګټه ورسېږي.

په یاده غونډه کې د امریکا متحده ایالتونو استازي او افغان لوري د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون په اړه خبرې وکړې. امریکایي لوري وویل چې د افغانستان له کنګل شوو پیسو څخه درې نیم میلیارد ډالره څه ډول د افغانانو د ګټو لپاره وکارول شي. په غونډه کې د روسیې استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د شاوخوا اووه ميليارد ډالرو پر کنګل کېدو نيوکه وکړه او د افغانانو اقتصادي وضعيت ته په پام يې وویل چې امريکا د دې پېسو د کنګل کولو له امله د «غلا» مرتکب شوې ده.

د افغانستان د پلاوي مشر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وویل چې یاده ناسته ګټوره وه او په ګڼو برخو کې «مثبت پرمختګونه شوي دي.»

متقي په یاده غونډه کې وویل، د افغانستان نوی حکومت غواړي هېواد یې د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو پر مرکز بدل شي، د امریکا متحده ایالتونه دې د دوحې هوکړې کې کړې ژمنې عملي کړي، افغانستان له نړۍ سره د متقابل درناوي او دوه اړخيزو مشروع ګټو په چوکاټ کې مثبت تعامل ته چمتو دی او هېوادونه دې له اسلامي امارت سره رسمي تعامل پیل کړي. افغان پلاوي په تاشکند کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د بنسټيزو پروژو، په ځانګړي ډول د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور رېل‌پټلۍ لپاره د سروې او د چارو پر عملي پيل، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د بېرته خلاصېدو او د برېښنا تولید په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو په تاشکند کې له خپل چینايي سیال وانګ یې سره لیدنه کې ویلي ، هېواد یې غواړي چې د چین او پاکستان ګډ اقتصادي دهليز یا سي پېک پروژه افغانستان ته هم وغځېږي.

له افغان سرپرست حکومت سره د نړۍ تعامل

تېره اونۍ، اروپایي ټولنې او پاکستان له افغانستان سره پر تعامل ټینګار وکړ، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړې نه دي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت وویل، هغه ټولې ژمنې یې پر ځای کړې دي چې له امریکا سره یې د دوحې په تړون کې کړې وې. سرچینه په ټینګار وایي، چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د هغې د متحدینو پر خلاف وکاروي.

 جاپان بیا ویلي، په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دي او له افغانانو سره به ګډ کار وکړي څو دغه هېواد دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې

د روان کال د وري په لومړیو کې د ښوونځیو ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان حکومت په هماغه ورځ د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو پیلېدل وځنډول او ویې ویل چې په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به یې له مخې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

تېره اونۍ، د پاکستان ولسمشر عارف علوي په افغانستان کې د ښوونځیو نجونو او هلکانو ته د انټرنېټ او یا هم ټلوېزیون له لارې د زده‌کړو زمینې برابرولو خبره کړې، ویلي یې دي چې د پاکستان د علامه اقبال او پاکستان مجازي پوهنتون له لارې به افغان زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

دغه‌راز، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې نجونو ته د ثانوي زده‌کړو اجازه ورکړي او د پکتیا او پروان يو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو هم له یاد حکومت څخه وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

Visits: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.