کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې(UNDP) مشر وایي، افغانستان له ننګونو سره سره په ناهیلي حالت کې نه دی او دغه اداره یې هم د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې مشر عبدالله ال درداري دغه څرګندونې د خلیجي هېوادونو سازمان(GCC) ناستې ته په ويډیویي پیغام کې کړې دي.
هغه ویلي: «موږ په دې لټه کې یو چې ستاسو له بنسټونو سره دغو بحثونو ته دوام ورکړو څو د نوي اقتصادي انډول لپاره یو اغېزناک چوکاټ رامنځته کړو؛ ځکه چې موږ نه شو کولی له یوه پر رسمیت پېژندل شوي حکومت پرته د افغانستان په حالت کې د کلاسیکې همکارۍ ماډل ته لاړ شو.»
د هغه په وینا، په افغانستان کې اقتصادي بیارغونه هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې د کاري اجنډا په سر کې ځای لري.
نوموړي د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي: «موږ غواړو له تاسو سره د شریک بنسټ اېښودونکو په توګه د لوی خصوصي سکټور په مشرۍ د افغانستان لپاره د ودې په ستراتیژي کې د شریکانو په توګه کار وکړو.»
د هغه په وینا، ملګريملتونه د یادې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې د ټولنې د وړتیاوو لوړولو، کرنې، کرنیزو توکو د پروسس او صادراتو او د ښځو له سوداګریزو چارو ملاتړ کوي او په مالي او سوداګریزو چارو کې به اسانتیاوې برابروي.
درداري وایي چې په افغانستان کې د تېر کال د زمري میاشتې له تحول وروسته ۷۰۰ زره کسانو دندې له لاسه ورکړې او افغانستان د ۲۰ سلنه اقتصادي ځوړ شاهد دی.
هغه په افغانستان کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له خپرېدو وروسته اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویلي چې د اګسټ له ۱۵مې مخکې په افغانستان کې فقر اویا سلنه و.
د هغه د څرګندونو له مخې، د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره د يو اوږدمهال پلان پر اساس هڅه کوي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعيت بېرته ښه شي.
درداري زیاتوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې باید په افغانستان کې ۱۲ میلیون دندې پيدا شي څو بېرته هغه اقتصادي حالت ته دا هېواد ورسول شي چې په ۲۰۱۵ کال کې و.
د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د استازي په پيغام کې راغلي: «موږ باور لرو چې په درېیو کلونو کې به د یوې چټکې ستراتیژۍ پر اساس دوه میلیون افغان نارینه او ښځو ته د کار زمینه برابره کړو؛ موږ غواړو له تاسو سره پر دې ستراتیژۍ کار وکړو، دا له ښکته نه مخ پورته ستراتیژي ده.»
د دې تګلارې په اړه نور جزئیات تر اوسه نهدي ورکړل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP