Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ذبيح‌الله مجاهد: امریکا پر کابل ښار هوایي برید کړی

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت ومنله چې امریکایي ځواکونو پر کابل ښار د بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله هوایي برید کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌لله مجاهد د زمري په ۱۰مه، د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د لومړۍ میاشتې په دویمه نېټه د کابل ښار د شېرپور سیمې پر یوه مسکوني کور هوایي برید ترسره شوی دی.

‏هغه زیاته کړې، په لومړیو کې د پېښې څرنګوالی څرګند نه شو، خو د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ارګانونو په لومړنیو پلټنو کې دا ومونده چې یاد برید د امریکايي ډرون الوتکو له لوري شوی دی.

https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1554187982407696387?s=20&t=1VQ8iuqnB1deqj1hoMHK0Q

مجاهد ویلی، ‏دا برید که په هره پلمه شوی وي، د افغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او له نړۍوالو اصولو او د دوحې له تړونه ښکاره سرغړونه یې بولي.

د نوموړي په وینا، دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا متحده ایالتونو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.

‏ده زیاته کړې، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

خو د اسلامي امارت ویاند ‏ذبیح‌الله مجاهد دا نه دي ویلي چې په برید کې څوک او یا د چا کور هدف ګرځول شوی او مرګ‌ژوبله یې لرله او که نه.

پرون د کورنيو چارو وزارت ویلي و چې د کابل ښار اړوند په شېرپور سيمه کې پر يوه کور توغندی لګېدلی، خو مرګ‌ژوبله نه لري.

https://twitter.com/pajhwok/status/1553597398856990720?s=20&t=1VQ8iuqnB1deqj1hoMHK0Q

د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پژواک خبري اژانس ته ویلي و، توغندی په یاده سیمه کې پر داسې کور لګېدلی چې څوک پکې نه وو.

د یاد توغندي د چاودنې غږ د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې اورېدل شوی و.

د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند د شېرپور سیمې یوه اوسېدونکي – چې نه غوښتل نوم یې څرګند شي - پژواک ته وویل: «د چاودنې غږ مو واورېد، داسې ښکارېده چې نږدې چاودنه وه، خو نه پوهېږم چې چېرته وه.»

سیدمحمد چې د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند د دهمزنګ غره لمن کې یې کور دی، هم وایي چې سهار یې د چاودنې غږ واورېد.

هغه زیاتوي: «غږ مو چې واورېد، له اتاقه راووتو، موږ ته د دهمزنګ بازار او تر دارالامانه دا سیمه ښکاري، خو په دې سیمه کې مو د چاودنې څه نښې، دوړه او څه شی ونه لیدل، نه پوهېږم چې چاودنه به چېرته شوې وي او که راکټ وي، نه پوهېږو چې چېرته به لګېدلی وي.»

د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.