ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې وزارت په تېر یوه کال کې ۴۵۰ د چرګانو فارمونه او ۲۱۵ باغونه جوړ کړي

کرنې وزارت په تېر یوه کال کې ۴۵۰ د چرګانو فارمونه او ۲۱۵ باغونه جوړ کړي

author avatar
2 Aug 2022 - 17:42
کرنې وزارت په تېر یوه کال کې ۴۵۰ د چرګانو فارمونه او ۲۱۵ باغونه جوړ کړي
author avatar
2 Aug 2022 - 17:42

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۱): د کرنې وزارت مرستیال ملت ته د حکومت د حساب ورکونې په مراسمو کې، د ۲۸۵ کرنې اړوند څېړنیزو تجربو تطبیقول، له ۳،۶ میلیون د زیاتو بېلابېلو څارویو درملنه، د څارویو لپاره له زر ټنو د زیاتو خوړو وېشل او د چرګانو د ساتنې د ۴۵۰ فارمونو جوړول یې په تېر یوه کال کې د دغه وزارت له مهمو کارونو وبلل.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت معین مولوي صدراعظم نن په کابل کې ولس ته د حکومت د راپور ورکونې په دویمه ورځ وویل، په تېر یوه کال کې یې تر ۲۱۵ هکتاره زیات مېوه لرونکي باغونه او ۵ نوي کرنیز کوپراتیفونه جوړ کړي دي.

نوموړي د ۸۰ مټریک ټنو تخمونو پاکول، د سل جریبه تخمي غنمو کرل، د ۱۵ لابراتوارونو تحلیل او تجریه، د ۶۶ زره مټریک ټنه غنمو زېرمه کول، او د غنمو د ۸زره ټنه اصلاح شوو تخمونو وېش هم د تېر کال له اصلي کارونو وبلل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د دغه وزارت له خوا د جلغوزو د صادراتو او پروسس لپاره ١٤ سوداګريز شرکتونه د سوداګرۍ وزارت ته معرفي شوي دي.

په یاد راپور کې راغلي، په تېر یوه کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د حیواني روغتیا سکتوري کلینیکونو له لارې له ۳،۶ میلیونو د زیاتو بېلابېلو څارویو درملنه شوې ده.

سرچينې ليکلي، په دغه کال کې په ۲۱ څېړنيزو فارمونو کې د کرنې د ودې لپاره د مقاومت لرونکو او لوړ حاصل لرونکو نوعو د ترلاسه کولو او د غنمو، سويابينو او رشقې د ډولونو د معرفي کولو په موخه ۲۸۵ کرنيزې څېړنېزې تجربې ترسره شوې دي.

په راپور کې راغلي، د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، په دغه کال کې د هېواد په سېلوګانو کې ذخیره شوي ۶۶زره مټريک ټنه غنم، د هېواد په ۳۴ ولايتونو او ولسواليو کې د نفوسو له مخې تقسیم بندي او د کار په بدل کې خلکو ته وېشل شوي دي.

په راپور کې لیکل شوي، د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې نږدې ۸ زره ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره بزګرانو ته وېشل شوي دي.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.