کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۱): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۳،۲ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي او په همدې موده کې ۱۵۸ کوچني کانونه په قرارداد ورکړل شوي دي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهابالدین دلاور د زمري په ۱۱مه، کابل کې د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو غونډې پر مهال وویل چې یاد وزارت په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۳،۲میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او په همدې موده کې ۱۵۸ د کوچنیو کانونو پروژو د داوطلبۍ او جواز ورکولو پروسې اجرات ترسره شوي دي.
نوموړی وایي: «په دې کوچنيو کانونو کې نفرایټ، کرومایټ، مرمر، ټالک، سرب، جست، تراوتین، مالګه، کوراتز، فلوریټ، ګچ او د چونې ډبرې شامل دي چې په کندهار، زابل، لوګر، بادغیس، تخار، ننګرهار، بامیان، میدان وردګ، بغلان، سمنګان، بلخ، خوست، کابل، پروان، دایکنډي، کاپیسا او کنړ ولایتونو کې موقعیت لري.»
د دلاور په خبره، پر وړو کانونو سربېره یې ۱۳ لوی کانونه هم داوطلبۍ ته وړاندې کړي چې ځینو شرکتونو خپل غوښتنلیکونه وزارت ته سپارلي دي.
د ده په خبره چې په دغو لویو ١٣پروژو کې د تالک شپږ کانونه په ننګرهار، يو- يو د مرمرو په پروان، بامیان، کاپیسا، ننګرهار او هرات، يو د ګرانيټو او یو هم د تراوتین کان په دايکنډي کې شامل دي.
هغه وایي، د قشقري د اومه نفتو له کان څخه هره ورځ په منځني ډول له ۲۰۰ تر ۲۵۰ ټنو پورې خام نفت را ویستل کېږي چې له همدې درکه د پام وړ عواید هم د دولت خزاني ته راټولېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست د معلوماتو پر اساس، دغه وزارت ته د ۱۴۰۱ کال لپاره ۵۸۰ میلیون افغانۍ کلنۍ بودجه منظور شوې چې له دې جملې څخه ۵۶۲ میلیون يې عادي او ۱۸ میلیونه يې انکشافي بودجه ده.
هغه وایي چې له یادې بودجې څخه په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۱ سلنه عادي او ۱۰ سلنه پراختیايي بودجه مصرف شوې ده.
د شهابالدین دلاور په وینا چې د نویو کانونو د سروې لپاره په مرکز او ولایتونو کې کاري ټیمونه ګومارل شوي او د سروې چارې يې پیل کړې دي.
د یادونې ده، د روانې زمري میاشتې په نهمه د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي و چې یوازې په اوو ورځو کې یې څه باندې ۴۸۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
Views: 138
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن