Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د الظواهري د وژل کېدو په اړه د پاکستان غبرګون: موږ هر ډول ترهګري غندو

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۱): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژلو نه هرکلی کړی او نه یې غندلی، بلکې یوازې دومره یې ویلی چې دوی هر ډول ترهګري غندي.

د امريکا ولسمشر تېره شپه وويل چې ایمن الظواهري درې ورځې مخکې د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د افغانستان سرپرست حکومت پرته له دې چې د ايمن الظواهري د وژلو په اړه څه ووايي، په شېرپور کې يې د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکې بريد تاييد کړی او دا يې د دوحې له تړون څخه سرغړونه بللې ده.

د سعودي عربستان په ګډون ځینو هېوادونو د یاد برید هرکلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د زمري په ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی هر ډول ترهګري غندي او د ترهګرۍ پر وړاندې د دوی مبارزه ټولو ته معلومه ده.

سرچینې زیاته کړې، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د هغو عملیاتو ملاتړ کوي چې د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له قراردادونو سره سمون ولري.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د کابل په شېرپور سیمه کې وروستی برید نه غندلی او نه یې هرکلی کړی دی.

د یادونې ده، د القاعدې مخکنی مشر اسامه بن لادن ۱۱ کاله وړاندې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته نږدې په ایبټ اباد ښار کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.