کندوز (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): د کندوز سیمهییز چارواکي وایي، د نوي حکومت په راتلو سره د «کاسا زر» پروژې د تطبیق چارې چې افغانستان او پاکستان ته له تاجکستان او قرغیزستان څخه د برېښنا د لېږد په موخه پېل شوې وې، درېدلې دي.
مسوولین د دغه کار لامل د نړۍوال بانک د استازولۍ تړل کېدل او د دغه بانک له خوا له دغې پروژې سره د مالي ملاتړ بندېدل بولي.
د مسوولینو په وینا، د کاسا زر پروژې د تطبیق چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي، خو د ملاتړ کوونکو له خوا د مالي ملاتړ نه کولو له امله دغه پروژه درېدلې ده.
په دغه حال کې، د یادې پروژې قراردادیان وایي، د یادې پروژې کارونه د حکومت په رسمیت نه پېژندلو له امله بند شوي او د یادې پروژې په نیمګړې پاتې کېدو سره دوی پوروړي شوي چې دې موضوع هغوی له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.
د کندوز ولایت د برېښنا ریاست رییس عبدالحکیم امین وویل، د یادې پروژې د پلې کېدو چارې له صفري نقطې تر بغلان ولایته رسېدلې دي.
د هغه په باور، د یادې پروژې ۸۰ سلنه کارونه پر مخ تللي دي.
هغه وویل: «د کاسا زر پروژې کارونه د مخکني نظام له سقوط وروسته ځنډېدلي دي؛ د دغې پروژې ۸۰ سلنه کارونه پرمخ تللي او د پروژې ټول خام مواد چمتو دي؛ دا چې د دې پروژې ډونر نړۍوال بانک دی، نړۍوال بانک د قراردادیانو پیسې نه ورکوي، له همدې امله یې کارونه درېدلي دي.»
امین د دغې پروژې په تطبیقي ساحو کې د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکوي او د یادې پروژې له اجرایوي مسوولینو غواړي، څو د دغه کار د تطبیق لړۍ دې له سره پیل کړي.
د دغې پروژې یو قراردادي انجنیر شمسالدین وویل: «د تېر کال د اګست په ۱۵مه د مخکني حکومت له سقوط او د نوي حکومت له راتلو سره موږ ته د نړۍوال بانک له خوا ایمیل راغی او وویل شول چې د دغې پروژې کارونه د اګست له ۱۵مې نه وروسته ودروئ، ځکه چې په رسمیت نه پېژندنې او ځینې نورې خبرې وې؛ د دې پروژې په بندېدو سره څلور پنځه سوه کسان بېکاره شوي دي.»
په دغه حال کې، د یادې پروژې یو بل قراردادي انجنیر عبدالطیف هم وایي: «موږ له ستونزو سره مخ یو؛ زموږ پیسې بندې دي، چاته خپله ستونزه ووایو؛ نه نړۍوال بانک دلته شته او نه کمپنۍ؛ اسلامي امارت ته مو هم مراجعه وکړه، هغوی هم وایي چې موږ څه نه شو کولای.»
نوموړي زیاته کړه: «له نړۍوال بانکه غواړو چې دغه پروژه یوه انټرنشنل پروژه وه او هغه دې اسلامي امارت پورې نه تړي؛ له اسلامي امارت څخه هم غواړو چې ستونزې ته پاملرنه وکړي.»
د یادونې ده، د کاسا زر پروژه چې له تاجکستان او قرغېزستان څخه د ۱۲۵۰ کیلو مترو په اوږدوالي سره د برېښنا انرژي افغانستان او پاکستان ته لېږدوي، دوه کاله مخکې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ په درېیو برخو کې پیل شوې وه او کارونه یې ۸۰ سلنه پرمخ تللي؛ خو د تېر کال په اګست میاشت کې د مخکني نظام له سقوط وروسته د بېلابېلو لاملونو له امله چې له ډلې يې له افغانستان سره د نړۍ رسمي تعاملاتو نشتوالي هم دی، ځنډېدلې دي.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن