Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د اوبو رسولو د دوو پروژو چارې پیل شوې

بامیان (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): په بامیان ولایت کې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو رسولو د دوو پروژو چارې رسماً پیل شوې.

د بامیان د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغو دوو پروژو په بشپړېدو سره د سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبېدو ستونزه هواريږي.

د بامیان د کرنې رییس ملا ګلاب­‌الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو رسولو د یادو دوو پروژو چارې د دغه ولایت په کهمرد او یکاولنګ ولسوالیو کې پیل شوې دي.

د هغه په وینا، د دغو دوو پروژو له ډلې، یوه یې د یکاولنګ ولسوالۍ په «دهن زولیج» سیمه کې د ۷۵۰ مترمربع په مساحت سره د اوبو رسولو کانال دی چې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

هغه دغه­‌راز وویل، یوه د اوبو ذخیره د ۵۷زره او ۸۹۱ امریکایی ډالرو په لګښت سره د یاد ولایت د کهمرد ولسوالۍ په «دره هاجر» سیمه کې جوړېږي.

د نوموړي په وینا، د اوبو رسولو د دغو دوو پروژو په بشپړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبې او د سیمې د اوسېدونکو لپاره به د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه، د اوبو رسولو دغه پروژې به د «اسلامیک ریلیف سازمان» په ملاتړ او تمویل سره له یوې ربعې په کمه موده کې په یادو ولسوالیو کې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت ډېری اوسېدونکي له وچکالۍ شکایت کوي او د لرو پرتو سیمو خلک یې د څښاک اوبو له نشتونه سر ټکوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.