کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت په کابل کې د امریکا له خوا د ایمنالظواهري د وژل کېدو د اعلان په اړه وایي، د ایمنالظواهري د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري او په اړه به یې کشفي او استخباراتي ارګانونونه څېړنه وکړي.
سرچینه زیاتوي چې امریکا د افغانستان پر حریم تېری کړی او د دې ډول پېښو د تکرار په صورت کې به د هر ډول عواقبو مسوولیت د امریکا پر غاړه وي.
د روانې اونۍ د سېشنبې په شپه د امريکا ولسمشر جو بايډن اعلان وکړ چې ایمن الظواهري د همدې اونۍ د یکشنبې په سهار د کابل ښار په شېرپور سیمه کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د افغانستان سرپرست حکومت په لومړۍ ورځ پرته له دې چې د ايمن الظواهري د وژلو په اړه څه ووايي، په شېرپور کې يې د امريکا د بېپيلوټه الوتکې بريد تاييد کړ او دغه کار یې د دوحې له تړونه سرغړونه وبلله.
حکومت نن په دې اړه اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي: «د روان ۱۴۴۴ هـجري قمري کال د محرم میاشتي په دویمه نېټه په کابل کې پر یوه مسکوني کور هوايي برید ترسره شو، په تعقیب یې دوه ورځې وروسته د امریکا جمهور رییس جوبایډن ادعا وکړه چې په دې برید کې یې د القاعده مشر ډاکټر ایمنالظواهري په نښه کړی دی، د افغانستان اسلامي امارت د ایمنالظواهري د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري.»
سرچينې لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د پېښې د مختلفو اړخونو په هکله دې هر اړخیزه او جدي څېړنه وکړي.
اعلامیه کې راغلي، د افغانستان له خاورې د امریکا په شمول هیچا ته خطر نه دی متوجه شوی، اسلامي امارت د دوحې هوکړې عملي کول غواړي او له دې هوکړې سرغړونې باید پای ته ورسېږي.
سرچینه لیکي: «دا چې امریکا زموږ پر حریم تېری وکړ او د افغانستان قلمرو يې نقض کړ، دا يې له ټولو بینالمللي اصولو سرغړونه او ظلم وکړ چې موږ يې یو ځل بیا په کلکو ټکو غندو.»
په اعلامیه کې راغلي چې د دې ډول پېښو د تکرار په صورت کې - چې د افغانستان پر خاوره تجاوز وشي - د هر ډول عواقبو مسوولیت به د امریکا پر غاړه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP