[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي، پر الظواهري برید کوونکې بېپیلوټه الوتکه له پاکستان څخه نه وه پورته شوې.
امریکا وایي چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې د تېرې یکشنبې په ورځ د سهار په ۶:۱۸ بجو د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند په شېرپور سیمه کې په یوه کور کې په نښه کړ او وژلی يې دی.
د امریکا د دفاع وزارت زیاته کړې چې له یوه بېپیلوټه الوتکې څخه پر یاد کور دوه توغندي توغول شوي چې له امله یې یوازې الظواهري وژل شوی او بل چاته زیان نه دی اوښتی.
تر یاد بریده وروسته په ټولنیزو شبکو کې ځینو کسانو پوښتنې کړې چې دا بېپیلوټه الوتکه له پاکستان، قطر او یا هم بل کوم هېواد څخه پورته شوې وه؟
بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله سپیناوی کړی او ویلي چې یاده بېپیلوټه الوتکه د دوی له خاورې نه وه الوتې.
نوموړي جیو ټلویزیون ته ویلي، دا چې الظواهري، ولې، څه ډول او چېرته وژل شوی؟ په دې اړه باید د افغانستان او امریکا له حکومتونو سره خبرې وشي.
خو هغه په ډاګه کړې چې دا الوتکه له پاکستانه نه وه پورته شوې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP