Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د القاعدې نوی مشر به څوک وي؟

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): د امریکا له خوا په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو تر اعلان وروسته دا پوښتنې راولاړې شوې دي چې د دې ډلې بل مشر به څوک ټاکل کېږي؟

امریکا وایي، د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې د تېرې یکشنبې په ورځ د سهار په ۶:۱۸ بجو د کابل ښار لسمې حوزې اړوند په شېرپور سیمه کې په یوه کور کې په نښه کړ او وژلی یې دی.

د امریکا دفاع وزارت زیاته کړې چې له یوه بې‌پیلوټه الوتکې څخه پر یاد کور دوه توغندي توغول شوي چې له امله یې یوازې الظواهري وژل شوی او بل چاته زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان سرپرست حکومت د بې‌پيلوټه الوتکې برید تایید کړی، خو د الظواهري د وژل کېدو په اړه یې څه نه دي ويلي.

ایمن الظواهري په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د القاعدې ډلې د مشر په توګه ټاکل شوی و.

اسامه په یاد کال کې د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې ووژل شو.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، زیات امکان شته چې د مصر اوسېدونکی سیف‌العادل د القاعدې د نوي مشر په توګه وټاکل شي.

سیف‌العادل د مصري ځانګړو ځواکونو غړی و. راپور ښيي، امريکا پر نوموړي – چې په نیروبي کې يې د امریکا پر سفارت شویو بمي بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی – لس ميليونه ډالر انعام اعلان کړی دی.

د راپورونو له مخې، سیف‌العادل په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې  له مصر څخه افغانستان ته سفر وکړ او هلته یې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې برخه واخیسته.

سرچینو ویلي چې د شوروي اتحاد پر ضد د جګړې پرمهال سیف‌العادل په افغانستان او پاکستان کې د مجاهدینو لپاره روزنیز کمپونه جوړ کړي وو.

رویټرز اژانس ویلي، په القاعده ډله کې هم د سیف‌العادل رول د روزونکي په توګه و او وروسته د اسامه بن لادن د امنیت مامورو کسانو کې هم شامل و.

په راپور کې راغلي، سیف‌العادل له القاعدې سره تر یو ځای کېدو مخکې د مصر له یوې جهادي خوځښت سره تړاو درلود.

دغه‌راز راپور ښيي چې د القاعدې د مشرۍ لپاره د مراکش اوسېدونکی ابو عبیده یوسف النبي چې په یزید المبارک مشهور دی، هم نوماند دی.

د راپورونو له مخې، هغه په ۲۰۲۰ کال کې په الجزایر کې د القاعدې مشر ټاکل شوی و.

سرچینو زیاته کړې چې هغه اوسمهال په عربي هېوادونو کې د القاعدې مشري پر غاړه لري.

د رویټر د راپور له مخې، د القاعدې د مشرۍ لپاره درېیم ممکنه کاندید عبدالرحمن المغربي دی؛ هغه د الظواهري زوم هم دی او د القاعدې یو له مهمو کسانو څخه شمېرل کېږي. نوموړي په جرمني کې کمپیوټر ساینس لوستی او د القاعدې د مطبوعاتي ټیم غړی هم دی.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.