خوست ښار (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): خوست کې د افغان او پاکستانيو لوبغاړو ترمنځ د ازادو سياليو له يوولسو څخه اته لوبې افغان لوبغاړو وګټلې او تمه ده نن شپه هم د افغان، ايران او پاکستانيو لوبغاړو ترمنځ دغه لوبې وشي.
دغه لوبې چې تېره شپه د دغه ولايت د فوټبال په ملي لوبغالي کې د OPC سازمان اړوند د اتلانو کمپ له لوري جوړې شوې وې، د پاکستانيو لوبغاړو ترڅنګ په کې د کابل، کندوز، ننګرهار، خوست او د پکتيا ولايتونو لسګونه لوبغاړو ګډون کړی وو.
د خوست ورزشي آمر عطاءالله کډوال پژواک خبري اژانس ته وويل، د ازادو سياليو دا لوبې د ۳۵ جوړو ترمنځ وشوې چې له جملې يې يوولس پاکستاني لوبغاړي وو. پاتې نورې سیالۍ په خپله د افغانانو ترمنځ وشوې.
ده زياته کړه، يوازې درې پاکستاني لوبغاړو وکولی شول لوبې د ځان په ګټه کړي او نورې پاتې ټولې اته لوبې افغان لوبغاړو وګټلې.
د هغه په خبره، هر لوبغاړي له پوره تخنيکونو او قوت څخه په زور اخيستنې کوښښ کاوه چې لوبه د ځان په ګټه تمامه کړي.
دی وايي، هر ګټونکي لوبغاړي ته تر لوبې وروسته د ډالۍ په ډول د قهرمانۍ ستاينليک او کپ ورکول کېده.
د مومند سنګين په نوم يو افغان لوبغاړي چې په درې شپېته کيلوګرامه وزن کې يې د لوبې په لومړي راونډ کې خپل پاکستاني سيال ته ماتې ورکړه، پژواک ته وويل، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې دغو لوبو ته چمتووالی نيوه.
د ده په خبره، ښايي څه موده وروسته د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې بل پاکستاني سيال سره لوبه ولري او هيله لري، هغه لوبه به هم د ځان په ګټه تمامه کړي.
د عبدالله ځدراڼ په نوم يوه بل افغان لوبغاړي چې پاکستاني سيال ته يې ماتې ورکړې، پژواک ته وويل چې د تېرو څو لوبو په تعقيب يې دا ځل هم له پاکستاني لوبغاړي څخه لوبه په ډېر کم وخت کې وګټله.
د رازمحمد په نوم دغو لوبو ته راغلی يو پاکستانی لوبغاړی وايي، خوښ دی چې په خوست کې د افغان او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ د ازادو سياليو لوبې برابرېږي.
هغه پژواک ته وويل، که څه هم ده خپله لوبه د افغان سيال پر وړاندې وبايلله، خو وايي دا ډول سيالۍ لوبغاړو سره د نويو مهارتونو په زده کړه کې ډېره مرسته کوي.
د خوست د ورزشي امريت د مسئولينو په وينا، ټاکل شوې نن شپه هم د «شب نبرد» په نوم د افغان، ايران او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ د ازادو سياليو نورې لوبې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP