ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: له تېر یو کال راهیسې مو له افغانستان سره ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې

امریکا: له تېر یو کال راهیسې مو له افغانستان سره ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې

author avatar
5 Aug 2022 - 03:57
امریکا: له تېر یو کال راهیسې مو له افغانستان سره ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې
author avatar
5 Aug 2022 - 03:57

اټلانټا (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۱) : د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې اداره (سیګار) وایي، له تېر یوه کال راهیسې یې هېواد له افغانستان سره د شاوخوا د ۸۰۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.

د امریکا (سټارز اینډ سټرپس) ورځپاڼې خبر ورکړی چې د سیګار مشر جان سپکو دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، که څه هم تېر کال له افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونه وتلي، خو بیا هم دوی له افغانستان سره په بېلابېلو بشري برخو کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د سیګار مشر ویلي، اوس هم امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې لري او بله دا چې اوس هم افغانان مرستو ته اړتیا لري.

دی وایي: «ډير خلک خبر نه دي چې موږ اوس هم له افغانستان سره مرستې کوو، دوی باید پوی شي، خو پر دې هڅو لګیا وو، چې دا پيسې حکومت ته په لاس ورنه شي، یوازې خلکو ته ورسېږي.»

د سپکو په وینا، افغانستان سره ډیری شوې مرستې له لوږي سره مخ خلکو ته رسېدلي او یوه برخه یې پر روغتیایي چارو کې لګول شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، سیګار کانګریس ته په یوه تازه استول شوي راپور کې ویلي چې د افغانستان د وګړو ۹۲ سلنه د خوړو له کمښت سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

سیګار د روان زیږدیز کال په دویمه ربع کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل شپږ پنځوسم څلور میاشتنی راپور د سه شنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته وړاندې کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې درې میلیونه افغان ماشومان خوارځواکي ګواښوي او د هیواد نیمایي خلک په ورځ کې تر دوه ډالرو کم عاید لري.

په راپور کې د خوراکي توکو د وېش یوې ادارې په حواله، وړاندوینه شوې چې نږدې ۱۹ میلیونه افغانان به د نومبر تر میاشتې پورې له سختې لوږې سره مخامخ شي. چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د معلوماتو له مخې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د خوړو په کمښت کې ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

په راپور کې راغلی دی: «د ۲۰۲۲ کال د جون او نومبر میاشتو ترمنځ د مالي مرستو د نشتوالي له امله به له اړمنو خلکو سره د خوراکي توکو د مرستو فیصدي له ۳۸ فیصدو څخه ۸ فیصدو ته راټیټه شي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږکال په افغانستان کې ۲۳ میلیون اړو خلکو ته د خوراکي مرستو د برابرولو لپاره د یو اعشاریه ۲ میلیارده ډالرو بودیجې له کمښت سره مخامخ دی.»

Views: 168

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.