کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سرمنشي په جاپان کې د «هیروشیما» او «ناګاساکي» د قربانیانو د یاد په مراسمو کې، له نړۍ څخه د اټومي وسلو پر له منځهوړلو ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي، د هغو لسګونو زرو قربانیانو په یاد چې ۷۷ کاله وړاندې د اټومي بمونو له امله ووژل شول، باید له نړۍ څخه اټومي وسلې ختمې شي.
نوموړي څرګنده کړې: «موږ نشو کولای چې د هیروشیما او ناګاساکي درسونه هېر کړو؛ موږ باید د هغو په یاد عمل وکړو او اټومي وسلې په یو ځل د تل لپاره د ځمکې له مخ څخه له منځه یوسو.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۶مه، د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د جاپان پر هیروشیما ښار یو اټومي بم وغورځاوه چې په پایله کې یې ۱۵۰زره کسان ووژل شول.
بل اټومي بم د یاد کال د اګست په ۹مه، پر ناګاساکي ښار وغورځول شو چې له امله یې ۴۰زره نورو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP