تالقان (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي، کلونه کېږي چې د مخابراتي شبکو له انټرنټي خدمتونو بېبرخې دي او اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې د انټرنټي خدماتو د نشتون ترڅنګ، مخابراتي شبکې هم په ښه ډول فعالیت نه لري.
د کلفګان د خلکو په خبره، په دغه ولسوالۍ کې یوازې د «افغان بیسیم» مخابراتي شبکه انټرنټي خدمات لري، هغه هم په ډېر ټيټ سرعت سره چې دوی یې اړ کړي څو له ګرځنده انتنونو څخه استفاده وکړي؛ په داسې حال کې چې په ګرځنده انتونونو یې هم ستونزې نه هوارېږي.
عبدالرحمن چې په کلفګان ولسوالۍ کې د صرافۍ دوکان لري وویل، څو کاله کیږي چې د مخابراتي شبکو له خوا د انټرنټي خدمتونو د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.
هغه اوس اړ شوی څو له ګرځنده انتنونو نه استفاده وکړي او په ساعتونو ساعتونو د خپل دوکان د بام پر سر تر سره لمر لاندې اووسي، څو خپله راکړه ورکړه پر مخ بوځي.
عبدالرحمن زیاتوي: «په دغه ولسوالۍ کې یوازې د افغان بیسیم مخابراتي شبکه د 3G انټرنټي خدمات لري چې اوس یې په سرعت کې د کمزورۍ له امله د خلکو ستونزې نه شي هوارېدلی او هغه خلک چې انټرنټي خدماتو ته سخته اړتیا ولري، له ګرځنده انتنونو نه استفاده کوي؛ په داسې حال کې چې دغه انتنونه هم د قناعت وړ نتیجه نه لري.»
هغه زیاته کړه، د مخابراتو ریاست دې پر مخابراتي شبکو فشار راوړي چې ټولې شبکې دې په دغې ولسوالۍ کې انټرنټي خدمات فعال کړي، څو د خلکو ستونزه هواره شي.
د کلفګان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حبیبالله وایي: «د دي ترڅنګ چې په ورستیو ۲۰ کلونو کې هیڅ مخابراتي شبکې په دغې ولسوالۍ کې د قناعت وړ انټرنټي خدمات نه لرل، اوس خلک ان په ټیلیفوني اړیکو او خبرو کې هم له ستونزو سره مخ دي.»
د هغه په خبره، په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي کمرزوي فعالیت له امله د اړیکو نیولو لپاره په لسګونو ځلې هڅې کوي خو بیا هم بې نتیجې پاتې کېږي.
نوموړي په ډاګه کړه چې څو څو ځلې د یادې ستونزې د هوارولو لپاره غوښتنې شوې، خو تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.
د کلفګان ولسوالۍ ځینو نورو اوسېدونکو هم ورته نظرونه درلودل او له اړوندو ادارو یې د هوارولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د تخار ولایت د مخابراتو رییس مولوي صلاحالدین ایوبي د یادو ستونزو د تایید ترڅنګ وایي، نه یوازې کلفګان بلکې د تخار څو نورې ولسوالۍ هم د مخابراتي شبکو له فعالیتونو او نټرنټي خدماتو بېبرخې دي.
خو هغه وایي، د دغو ستونزو د حل په موخه هڅه کوي په دې برخه کې د څېړنې لپاره د مخابراتو وزارت یو پلاوی تخار ته سفر وکړي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې له دې مخکې یې هم په دې اړه د خلکو شکایتونه ارزولي او د هوارولو په لټه کې یې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار ولایت د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري او ډېر اوسېدونکي یې د انټرنټي خدمتونو له نشتونه شکایت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP