[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې د متحده عربي اماراتو حکومت ۱۵ افغان بندیان خوشي کړي دي.
د ریاستالوزارء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر شخصي سکرټر مولوي عبدالله عزام د زمري په ۱۶مه په دې اړه په خپره شوې ویډیو کې ویلي، یاد ۱۵ کسان د هغو ۱۳۶ بندیانو له ډلې دي چې په عربي متحده اماراتو کې بندیان وو او له ازادېدو وروسته نن کابل ته راولېږدول شول.
هغه زیاته کړه، د بندیانو له ډلې له یوه سره یې خپله کورنۍ هم مله ده.
د نوموړي په خبره، په نږدې راتلونکي کې به هلته نور افغان بندیان هم خوشي شي.
نوموړی وایي، تېره میاشت کله چې ملا برادر د متحده عربي اماراتو د ولسمشر د مړینې له امله د هغه د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره ابوظبۍ ته تللی و نو د دغه هېواد له مسوولینو سره یې د افغان بندیانو پر خوشي کولو خبرې کړې وې.
عزام زیاتوي، د اماراتو حکومت د افغان بندیانو له خوشي کولو سره موافقه کړې وه.
په خپره شوې ویډيو کې د جاوېد په نوم یوه بندي پر خپلې خوشي کېدا خوښي ښيي او وايي، خوشحاله دی چې ازاد شوی او په خپل وطن کې دی.
هغه له حکومته غوښتنه کوي په متحده عربي اماراتو کې د بندي نورو افغانانو د خوشي کولو هڅې هم وکړي.
په متحده عربي اماراتو کې زرګونه افغانان مېشت دي چې یو شمېر یې د ځینو جرمونو په تور په زندانونو کې دي، خو د روان زېږدیز کال په جنورۍ، مې او جولای میاشتو کې تر ۳۵ ډېر افغانان د یاد هېواد له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP