کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند په «سرکارېز» سیمه کې د تېرې ورځې چاودنه - چې پکې ۲۶ کسانو ته مرګژوبله واوښته - د هېواد دننه او بهر وغندل شوه.
د کابل امنیه قومانداني وایي، دغه چاودنه د یادې سیمې په یوه کوڅه کې په يوه کراچۍ کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله تېره ورځ مازیګر مهال رامنځته شوه چې له امله یې اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۸ نور ټپیان شول.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټوېټرپاڼه کي دغه برید غندلی او هغه یې د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.
ده «د پردیو له دسیسو» څخه د خلاصون لار د افغانانو ترمنځ یووالی بللی دی.
د تېر حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا مخکني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم یاد برید غندلی او په خپله ټوېټرپاڼه کې یې لیکلي: «پر مذهبي اماکنو برید نه بښونکی جنایت دی چې هېڅ ډول توجیه نه لري او د افغانستان د دښمنانو د بزدلانه او شومو موخو ښکارندویي کوي.»
د مخکنۍ مشرانو جرګې مشر فضلالهادي مسلمیار هم په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي: «زه دغه وحشیانه برید په سختو ټکو غندم، شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته عاجله شفا غواړم او له ویرژلیو کورنیو سره یې په دې درانه غم کې ځان شریک بولم.»
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ هم په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
هغه د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او لیکلي یې دي چې د افغانستان سرپرست حکومت د ټولو افغانانو د ساتنې مسوولیت لري او د دغې پېښې عاملین باید عدالت را کش کړل شي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني هم یاد برید غندلی او لیکلي یې دي چې په دغه برید کې ډېرو بېګناه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د یادې چاودنې مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش خراسان څانګې منلی او ادعا يې کړې چې په دغه بريد کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د کابل په سرکارېز سیمه کې تر ډېره د شیعه مذهب خلک ژوند کوي.
یاد برید په داسې حال کې شوی چې دوه ورځې وروسته (د زمري ۱۷مه) د محرم لسمه ده او د عاشورا مراسم تر سره کېږي.
د محرم لسمه د دغو مراسمو اصلي ورځ وي. په عاشورا کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د قران کریم ختمونه کوي، خیراتونه وېشي او دغهراز شیعهګان هم په دې مناسبت خپل ځانګړي مراسم لري.
په افغانستان کې هم د شیعه مذهب پیروان د محرم میاشتې له پيلېدو سره د عاشورا مراسمو لمانځنې په موخه پر واټونو ځانګړي بيرغونه لګوي، تورې دروازې جوړوي او لارویانو ته شيدې او شربت وېشي.
د حضرت محمد (ص) لمسی امام حسین (رض) او د هغه ۷۲ یاران د ۶۱ هجري لمریز کال د محرم په لسمه د عراق د کربلا په دښته کې د یزید له خوا شهیدان شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP