فراه (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۱): د فراه ښار یو شمېر صنعتګر وايي، د پخوا په پرتله يې کارونه ښه شوي دي.
دوی وايي، که هېواد ته د بهرنیو صنایعو د واردولو مخه ونیول شي، نو د دوی کار به نور هم وغوړېږي.
د یاد ولایت د پشترود ولسوالۍ د بلندې کلي اوسېدونکی حاجي جمعه خان چې په فراه ښار کې د لاسي صنایعو پلورلو هټۍ لري، وايي چې کارونه يې د پخوا په پرتله ډېر ښه شوي دي.
ده وویل: «د شلو کلونو را په دې خوا د لاسي صنعت د پېر او پلور کار کوم، خو سږ بازار ډېر ښه دی.»
هغه زیاته کړه چې د فراه په مرکز او قلعهکاه ولسوالۍ کې دسترخوانونه، غالۍ، لېمڅي، ټغر او نور لاسي توکي جوړېږي او بازار ته راوړل کېږي.
د فراه ښار يو بل اوسېدونکي عبدالحميد بیا وویل چې فعلا بازار ښه دی، خو ایراني او ترکي توکي ډېر شوي او دا د کورنیو لاسي صنایعو پر بازار بده اغېزه کوي.
ده له حکومته وغوښتل چې هېواد ته دې د بهرنیو لاسي صنایعو د واردېدو مخه ونيسي چې په وينا يې دې سره به د کورنیو تولیداتو بازار لا ښه شي.
بلخوا د فراه د صنعت او سوداګرۍ امر حاجي شاکر ایوبي هم په دغه ولایت کې د لاسي صنعت د ودې خبره کوي.
ده وویل، د دغه ولایت په قلعهکاه او جوین ولسوالیو او د فراه په مرکز کې ډېرې ښځې هم په دې برخه کې پر کار بوختې دي.
ایوبي زياته کړه چې د لاسی صنعت وده د قناعت وړ ده او يادو صنایعو ته د ښه مارکېټ موندلو هڅې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP