ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اوسېدونکي د پاسپورټونو د وېش لړۍ د بیا پیلېدو غوښتنه کوي

د غزني اوسېدونکي د پاسپورټونو د وېش لړۍ د بیا پیلېدو غوښتنه کوي

غزني (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۱): د غزني اوسېدونکي وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغه ولایت د پاسپورټ اداره تړلې او خپلې خدماتي چارې یې ځنډولې چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغوی زیاتوي، خلک بهر ته د خپلو ناروغانو بېولو او یا هم نورو چارو ترسره کولو لپاره پاسپورټونو ته اړتیا لري، حکومت ته په کار ده چې د پاسپورټ د وېش درېدلی بهیر بېرته ژر پیل کړي.

د غزني ښار اوسېدونکی حمیدالله یو له هغو زرګونو کسانو دی چې غواړي پاسپورټ واخلي او خپله ناروغه مور ګاونډي هېواد ته د درملنې لپاره بوځي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې هڅه کوي ځان او خپلې مور ته پاسپورټ واخلي، خو د غزني ولایت د پاسپورټ امریت خپلې خدماتي چارې ځنډولې او د پاسپورټ د وېش بهیر یې درولی دی.

هغه نیوکه وکړه چې د دغه ولایت د پاسپورټ امریت د دومره ډېرې مودې په تېرېدو لا هم نه دی توانېدلی چې ستونزې حل کړي او د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل کړي.

دی د پاسپورټ له امریت څخه غوښتنه کوي چې خپلې چارې ژر بېرته پیل کړي؛ ځکه خلک اړتیا لري چې پاسپورټونه واخلي.

د غزني ښار اوسېدونکې دنیا زرمتۍ چې د دغه ولایت د پاسپورټ امریت مخې ته ولاړه وه، پژواک خبري اژانس ته وویل، غواړي پاسپورټ جوړ کړي او خپل ناروغان د درملنې لپاره بهر ته بوځي، خو اړوندې ادارې خپل خدمات ځنډولي دي.

هغې زیاته کړه: «زما غوښتنه دا ده چې د پاسپورټ امریت دې خپلې درېدلې چارې بېرته پیل کړي، ځکه ځیني خلک جدي اړتیاوې لري او ځیني بیا ناروغان لري او غواړي پاسپورټونه واخلي.»

ګڼو نورو کسانو هم له پژواک سره په خبرو کې د پاسپورټ وېش لړۍ د بېرته پیلولو غوښتنه کوله او ویل یې چې دې چارې خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

خو په غزني کې د پاسپورټ امریت سرپرست حاجي محمود بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې په لنډو ورځو کې به د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پيل کړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «له موږ سره د پاسپورټونو کاپیانې کمې وې، کله چې نورې را ورسېږي نو دغه بهیر به بېرته پیل کړي، خلکو ته ډاډ ورکوو چې د پاسپورټ د وېش بهیر به ژر بېرته پیل شي.»

سره له دې چې په غزني کې به هره ورځ د پاسپورټ اخیستلو لپاره تر زرو ډېرو کسانو مراجعه کوله، خو له نږدې څلورو میاشتو راپه دې خوا د ځینو اداري او تخنیکي ستونزو له امله په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش بهیر درېدلی دی.

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.