پارون (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۱): د نورستان په مرکز پارون کې د ښاروالۍ له خوا له هټیو ټول شوي دوه ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.
د نورستان ښاروال مولوي سیداحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه تاریخ تېر توکي د ښار د تنظیم په موخه د ګومارل شوې کمېټې له خوا د یوه کمپاین په لړ کې راټول شوي وو چې نن له منځه یووړل شول.
هغه زیاته کړه، د تاریخ تېر او بېکیفیته توکو د راټولولو او له منځه وړو یادې لړۍ ته دوام ورکوي او په دغه لړ کې به له هغو خلکو سره قانوني چلند وکړي چې تاریختېر توکي پلوري.
د ښار د تنظیم په کمېټه کې د کرنې استازي ډاکټر افتخار یوسفزي د ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې د تاریخي تېر خوراکي توکو له پېرلو او کارولو ډډه وکړي؛ ځکه دغه توکي یې روغتیا ته زیان رسوي.
د پارون ښار د دوکاندارانو ټولنې مشر محمدنور د تاریختېر توکو ټولولو د کمپاین هرکلی کوي او وايي، اړوند کمېټه باید وخت په وخت خوراکي او غیرخوراکي توکي کنټرول کړي او وڅاري.
د دغه ښار اوسېدونکي هم پر دغه کار خوښ دي او وايي، په دې توګه به پلورونکي او هټۍوال خپلو مسوولیتونو ته ځیر شي.
هغه زیاته کړه، ډېری دوکانداران سواد نه لري او نه پوهېږي چې د ځینو توکو تاریخونه تېر شوي دي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن