نیلي (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۱): د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وایي، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) په دغه ولایت کې د خپلو سیمهییزو چټکو زدهکړو مرکزونو کې له ۳۶۰ ډېر ټولګي جوړ کړي.
د دایکنډي د پوهنې رییس رحمتالله مدثر وویل: «اوسمهال د دایکنډي په پنځو ولسوالیو کې د یونیسف دفتر له خوا د چټکو زدهکړو ۶۵ سیمهییز ټولګي فعال دي او ټاکل شوې چې دغه مرکزونه د روان کال په ترڅ کې ۳۶۵ ټولګیو ته ارتقا وکړي.»
هغه زیاته کړه چې د دغو ټولګیو په جوړېدو سره به له ۲۰زرو ډېرو ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره شي.
هغه وویل، د چټکو زدهکړو/تسریعي ټولګیو او عادي ټولګیو ترمنځ توپیر دا دی چې په تسریعي ټولګیو کې معمولا د ډېر عمر لرونکي ماشومان جذبېږي، په یوه کال کې د ښوونځي دوه ټولګي ورته تدرسېږي او د هغوی درسونه به په ژمي هم جریان ولري.
د یادونې ده چې د زدهکړې دغه ټولګي د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ او د رهنورد موسسې په همکارۍ جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دایکنډي کې د یونیسف ولایتي دفتر له دې مخکې هم ویلي و چې په دغه ولایت کې تر ۲۵زره ډېر ماشومان ښوونځيو ته له لاسرسی او یا پکې حضور نه لري.
له بلې خوا د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین هم ټينګارکوي چې د ښوونې او روزنې پروګرام یو ځانګړی پروګرام دی چې له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې د یونیسف دفتر د افغانستان پوهنې وزارت سره یو ښه همکار پاتې شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP