فراه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې تېر ماښام د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې يوه ځوان خپل ملګری د تومانچې په ډزو ويشتلی او وژلی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحي سباوون پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېر ماښام د بالابلوک ولسوالۍ په فراهرود سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی، خو په وينا يې، لومړني معلومات ښيي چې دغه قتل قصدي نه دی شوی.
نوموړي په دې اړه ډېر جزئیات ور نه کړل، خو د يادې سيمې یوه قومي مشر حاجي شیراغا پژواک ته وویل چې قاتل او مقتول دواړه د همدې سيمې اوسېدونکي دي.
د شېراغا په وينا چې دغه پېښه سهواً شوې او ادعا کوي چې یادو کسانو په تومانچه لوبې کولې چې ناڅاپه يې ډز کړی او يو کس وژل شوی دی.
Views: 196
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن