ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیګار د پخواني ولسمشر اشرف غني له خوا د پیسو ایستلو په اړه نور معلومات خپاره کړي

سیګار د پخواني ولسمشر اشرف غني له خوا د پیسو ایستلو په اړه نور معلومات خپاره کړي

author avatar
10 Aug 2022 - 07:57
سیګار د پخواني ولسمشر اشرف غني له خوا د پیسو ایستلو په اړه نور معلومات خپاره کړي
author avatar
10 Aug 2022 - 07:57

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره «سیګار» له کابله د پخواني ولسمشر اشرف غني د وتلو پر مهال د پیسو وړلو په تړاو نور معلومات خپاره کړي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، سیګار په خپل وروستي  راپور کې چې لومړنۍ برخه یې د جون په اوومه خپره شوې وه، ویلي چې د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني له کابله د پیسو د انتقال د ادعاوو په اړه د سیګار د مرکې وړاندیز رد کړی، خو مدافع وکیل یې د سیګار استول شوې ځینې پوښتنې په لیکلې بڼه ځواب کړې دي.

سیګار وايي، دا پوښتنې د پېسو د غلا د ادعاوو او د افغانستان حکومت د سقوط په اړه وې. راپور وايي چې د پخواني ولسمشر غني مدافع وکیل د جولای په ۲۸مه د دوی د ۵۶ پوښتنو له ډلې یوازې شپږو پوښتنو ته ځوابونه ورکړی دي.

په یاد راپور کې د افغانستان بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) مشر جان سوپکو ویلي په بېړه له افغانستانه وتلو، الوتکو کې د خلکو ځای پر ځای کولو، د الوتکو ظرفیت او په سیمه کې عیني شاهدانو ته په کتو، داسې ښکاري چې له کابله د تېښتې په وخت کې له غني سره په الوتکو کې له ۵۰۰۰۰۰ ډالر ډېر نه وو.

سرچینې زیاته کړې، د عیني شاهدانو د څرګندونو پر اساس، په هغو درېیو الوتکو کې چې د اشرف غني د انتقال لپاره ترې کار اخیستل شوی، سامانونه لږ وو چې په ځینو کې یې شخصي وسایل او په ځینو کې یې نغدې پېسې وې. یوه چارواکي چې په دغو چورلکو کې و، ویلي چې له هر کس سره ممکن ۵۰۰۰ یا ۱۰۰۰۰ ډالر وو.

سیګار ویلي چې د جمهوري ریاست د عامه حفاظت د مشر په بکس کې د دغه ریاست بودجه چې د میاشتې ۲۵۰ زره ډالر وو، وه.

راپور وايي چې د دغه دفتر مشر له غني سره یوځای له کابله وتلی او دا بکس یې هم انتقال کړی دی.

دغه راز د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د مرستیال رفیع فاضل په بیک کې هم د دې ادارې میاشتنۍ بودجه چې ۲۴۰ زره ډالر کېده، وه. سیګار وايي چې دا پیسې د محب په غوښتنه د دې شورا له مالي څانګې څخه اخیستل شوې دي.

سیګار د یوه لوړپوړي مخکني افغان چارواکي له خولې ویلي چې د ولسمشر غني مېرمن رولا غني هم ۸۰۰ زره ډالر لرل.

په راپور کې راغلي، له افغانستانه اوزبکستان ته ورغلې څرخي الوتکې پلټل شوې او وسایل یې د چیک او پلټنې لپاره مسوولینو ته سپارل شوي او له هر کس څخه د هغه د وسایلو په اړه پوښتنې شوې وې.

د سیګار د راپور پر اساس، داسې ښکاري چې د سقوط په وخت کې د جمهوري ریاست او ملي امنیت د شتمنیو په ګډون، د افغان حکومت په ودانیو کې ډېرې پیسې پاتې شوې چې بیا ورکې شوې دي.

راپور وايي چې کامرې او ثبت شوي فلمونه هم د طالبانو لاس ته ورغلي او دا د سیګار لپاره سخته ده چې معلومه کړي دا پېسې چا او څومره غلا کړې دي. خو دوو چارواکو ویلي چې دا پیسې ورکې شوې نه دي، بلکې د جمهوریت له سقوط وروسته طالبانو ته انتقال شوې دي.

ځینو لوړپوړیو چارواکو ویلي چې ګواکې په ارګ کې پنځه میلیون ډالر موندل شوي، هغه د ولسمشر غني خپلې پيسې وې او هغه هم دا اعلان کړی و.

د دغو پېسو په اړه د سیګار پوښتنې ته د پخواني ولسمشر غني مدافع وکیل ویلي چې «ولسمشر غني دا اعلان او ژمنه کړې وه چې په خپلې شخصي شتمنۍ باندې به په خپل پلرني کلي کې یو بنسټ جوړوي چې د جمهوري ریاست کتابتون، د اسلامي مطالعاتو مرکز او د کرنې مرکز به په کې شامل وي.»

خو د مخکني حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې دا ډېرې پیسې دي او هیڅوک هم دا پیسې په خپل کور کې نه ساتي.

د سیګار راپور وايي چې د جمهوري ریاست ځینو کارکوونکو چې یوه اندازه پیسې یې لرلې، په ۱۲۰ ډالرو یې یوه طیاره کرایه کړې او ابوظبۍ ته تللي دي. وايي پاتې پيسې یې په ۵۴ افغانانو وېشلي دي.

په کابل کې د روسیې سفارت هغه مهال د روسیې دولتي خبري اژانس (RIA) ته ویلي وو چې ولسمشر غني له کابله د وتلو پر مهال ۱۶۹ میلیون ډالر له ځان سره وړي دي، خو په دې اړه یې جزئیات ورکړي نه وو.

اشرف غني متحده عربي اماراتو ته له رسېدو وروسته په خپلو خبرو کې دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې په دې اړه خپلواکې نړۍوالې پلټنې ته حاضر دی.

[/restrict]

Views: 3506

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.