Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې یوې راډیو تر یوولسو میاشتو ځنډ وروسته بېرته خپرونې پیل کړې

پارون ( پژواک ۱۹ زمری ۱۴۰۱):   په نورستان ولایت کې یوه سیمه ییزه راډیو تر یوولسو میاشتو ځنډ وروسته بېرته خپرونې پیل کړې.

د الینا په نوم دا راډیو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ له تېرو دولس کلونو راهیسې  د اېف اېم په څپو خپرونې کولې ، خو د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته ددغې راډیو خپرونې هم بندې شوې.

د الینا را‌‌‌ډیو مسوول بشیراحمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اقتصادي ستونزو  امله یې ونه شو کړای را‌‌‌ډیو فعاله وساتي نو له همدې امله یې خپرونې وتړلې.

د احمدي په خبره د جمهوري نظام پرمهال کې ورته یو شمیر کمپنیو اعلانات ورکول او همدغه لامل و چې د دوی ګزاره  پرې کېده .

د یادې راډیو د پرانستې په مراسمو کې چې د زمري په ۱۹مه، ترسره شول، د نورستان مرستیال والي شیخ زرمحمد حقاني ، د ژونالستانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي او مرستیال فرهاد بهروز او خبریالانو د یووالي ټولنې رییس محمدابراهیم آمرخیل  هم ګډون کړي وو .

مجددي وویل ، د خبریالانو د مدافع په توګه به تل هڅه وکړي چې رسنیو ته خوندي چاپیریال رامینځته او معلوماتو ته لاسرسی ډیر کړي.

هغه د خبریالانو له نړیوالو ټولنو او بنسټونو هم وغوښتل  چې د افغانستان د خبریالانو ملاتړ وکړي .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.