کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د جوزجان امنیه قومانداني د دغه ولایت په فیضاباد ولسوالۍ کې د اورلګېدنې د تایید ترڅنګ وایي، د دغې ولسوالۍ په «بالامردیان» کلي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۰ کورونه سوځېدلي دي.
د جوزجان ولایت امنیه قوماندان ملا سراجالدین احمدي وایي، اورلګېدنه تېره نیمه شپه پیل شوې او تر اوسه یې ۵۰ کورونه سوځولي دي.
د احمدي په خبره، د اورلګېدنې له امله د یاد کلي اوسېدونکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي او هغوی د اور د مهارولو په هڅه کې دي.
هغه زیاته کړه، د اور لمبې د پراخېدو په حال کې دي او خلک اړ شوي چې سیمه پرېږدي.
د جوزجان امنیه قوماندان په وینا، تر اوسه د اورلګېدنې لامل څرګند شوی نه دی.
د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نورالله مسافر چې د «بالامردیان» کلي اوسېدونکی دی، وضعیت یې وحشتناک بللی او زیاتوي، کورونه یو پر بل پسې اور اخلي او اور د پراخېدو په حال کې دی.
هغه وویل، د سیمې خلک د اور د مهارولو لپاره له هرې ممکنه وسیلې لکه اوبه، خاورې، بېل، کلنګ او داسې نورو څخه کار اخلي، خو تراوسه کومې مطلوبې پایلې نه دي رسېدلي.
د نوموړي په خبره، له دغه اوره ژغورل شوي ماشومان او ښځې وېرېدلي او په بد حالت کې دي.
د «بالامردیان» کلی د فیضاباد ولسوالۍ له مرکزه ۱۰ کیلومتره واټن لري چې اوسېدونکي یې د اورلګېدنې له امله له کلي وتلي دي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن