کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، دغه شرکت په مرکز کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ۱۱۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۶۹۲ پروژو د تطبیق چارې پیل کړي وې چې له دې جملې ۶۴۸ یې نیمګړې یا نیمهکاره پاتې دي.
په دغو پروژو کې د اوبو مهارولو، بېلابېلو ودانیو جوړولو، تولید او کرنې برخې شاملې دي.
دغه څرګندونې د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستیال ریاضالدین شریفي د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.
هغه زیاتوي، یاد شرکت د هېواد په کچه د ۱۱۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۶۹۲ بېلابېلو رغنیزو پروژو د تطبیق چارې پیل کړې وې چې له دې جملې ۶۴۸ یې نیمګړې پاتې دي.
هغه وایي، دغه شرکت د سرپرست حکومت له راتلو وروسته د یادو ۶۴۸ پروژو له ډلې د ۵۵ زیربنايي او ساختماني پروژو چارې پیل کړې چې ۲۶ یې په دې وروستیو کې بشپړې شوې او پاتې نورې به هم ژر بشپړې شي.
د ده په خبره، له دې سره په خوا کې ملي پراختیا شرکت په تېر کال کې په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا ۱۴۲۷ جریب غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده.
نوموړی زیاتوي، ملي پراختیا شرکت په ټول هېواد کې د خوړو په بدل کې د کار پروګرام په تطبیق سره پر څه باندې ۱۲۲ زره کسانو پنځه زره مټریک ټنه غنم وېشلي دي.
هغه وویل: «د قوش تیپې کانال چارې په تېر کال کې ۸،۴۸ سلنه مخ ته تللې او د دې ترڅنګ په بغلان کې د ابدان دښتې د تنکي چکډيم، سنګاب سای چکډيم او یوچ چکډیم پروژې هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوې چې ۲۶۰۰ کورنۍ ګټه تري اخلي او هم ۱۸۱۰ جریب ځمکه خړوبوي.»
هغه دغه راز وویل چې د کمالخان بند د ترک او خوشک کانال جوړولو ۶۹ سلنه کارونه مخ ته تللي او هم د پکتیا د مچلغو بند ۲۳ سلنه کارونه شوي، خو که بودجه ورته منظوره شي، پاتې چارې به یې هم پیل شي.
په دې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ساختماني ریاست سرپرست عبدالله احمدزي وویل چې پر دغه شرکت د ځینو قراردادي شرکتونو ۳،۴ میلیارد افغانۍ پور پاتې دی.
هغه زیاته کړه چې له دغه پوره په تېر يو کال کې ملي پراختیا شرکت خپلو قراردادیانو ته څه باندې یو میلیارد او ۲۲۷ میلیون افغانۍ ورکړې او پاتې نورو ته به هم ورکړل شي.
د نوموړي په خبره، پر یو شمېر ادارو د ملي پراختیا شرکت ۱۴ میلیارد افغانۍ پور پاتې دی چې په ترلاسه کولو سره به یې قراردادي شرکتونو ته د هغوی پاتې پیسې ورکړل شي.
ده یادونه وکړه که د ملي پراختیا شرکت مالي ستونزې حل شي، پر هېواد لګېدلي بندیزونه لرې شي نو د پاتې ۶۴۸ نیمګړو او نیمهکاره پروژو کارونه به پیل شي.
د يادونې ده، د ۱۴۰۰ کال د تلې په څلورمه هم د یو شمېر قراردادي شرکتونو مسوولینو په دې تړاو لاریون کړی و چې د پخواني حکومت د ملي پراختیا شرکت له دوى څخه درې ميلیارد افغانۍ پوروړى دى، نو نوى حکومت يې بايد ستونزه هواره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP